ولسي جرګې تاج محمد جاهد او فريد حميدي ته د باور رايه وركړه

ولسي جرګې د كورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالې نوماندانو ته د باور رايه وركړه.  د لويې څارنوالۍ نوماند محمد فريد حميدي او د کورنيو چارو وزارت نوماند تاج محمد جاهد نن ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل. د ولسي جرګې په ننۍ غونډه كې ۲۲۵ غړي حاضر وو چې له دې ډلې تاج محمد جاهد ۱۹۰ او فريد حميدي ۲۰۰ د باور رايې ترلاسه كړې . دغه دواړه نوماندان  د روان کال د وري په ١٦مه د باور رايې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.  ولسمشر نيژدې يوه مياشت مخكې  تاج محمد جاهد وروسته له هغه د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه اعلان کړ چې د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي له خپلې دندې استعفا وکړه. ولسمشر همدارنګه محمد فريد حميدي د لويې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي کړ.  محمد فريد حميدي په حقوقي او قضايي برخه کې ١٥ کلنه تجربه لري، د پوليسو له اکاډمۍ نه يې د جنايي علومو په څانګه کې ليسانس اخيستى، د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ليسانس دى، يو فوق ليسانس سند يې له ازاد اسلامي پوهنتون نه د جزا حقوقو او بل دا ډول سند يې د امريکا د هاروارډ پوهنتون له عامه ادارې څانګې نه اخيستى دى.  دا په داسې حال كې ده چې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت رياست د سرپرستانو له خوا پرمخ وړل كيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.