د كورنيو چارو وزارت نوې ودانې پرانيستل شوه

د کورنیو چارو وزارتد كورنيو چارو وزارت له پاره جوړه شوې نوې ودانې پرانيستل شوه. په دې ودانې د امريكا متحده ايالاتو له خوا ۲۰۰ ميليون ډالره لګول شوي دي.  ولسمشر محمد اشرف غني نن د يوې غونډې په ترڅ كې دا ودانې پرانيستله او ژمنه يې وكړه چې د هيواد امنيتي ځواكونو ترڅنګ به وي او د دوى ستونزې به يوه پر بله پسې له منځه وړي. هغه امنيتي ځواكونه وستايل چې د ده په وينا په خپله دنده كې بريالي راوتلي دي.

د كورنيو چارو  وزير نور الحق علومي  وايي په دې ودانې ۲۰۰ ميليون ډالره لګيدلي چې د امريكا متحده ايالتونو له خوا وركړل شوي دي. هغه وايي دا ودانۍ ټولې اړتياوې په پام كې نيول شوې دي. دا ودانى د كابل د هوايي ډګر د قصبې په سيمه كې جوړ شوى دى.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.