د كوډو په پلمه په نجونو جنسي تيرى

هاجرهخرافات او له دينه بې خبري لا هم د ډيرو ژوند زيانمنوي او حتى له مرګ سره يې مخ كوي. له تعويذ او كوډو څخه په استفادې ډيركسان او په تيره بيا نجونې د شيخانو او تعويذګرو د ناولو هوسونو ښكار شوې، خو ډير لږ يې رسنيو ته راوځي.

په مزارشریف کې یوه ښځه چې  (هاجره) نومیږي، وايي خاوند یې (سيد ناصر)  له اتو کلونو راهیسې د ملا په نوم خلکو ته د کوډو تعویذونه ورکول، هره ورځ به يې دا  وهله چې خلکو ته راز ونه و ايي.

هاجره وايي خاوند به یې په هغو نجونو او ښځو جنسي تیري کول چې د کوډو لپاره به ورته راغلې.

سید ناصر سید ناصر

سید ناصرهاجره وايي ټوله شتمني یې د خاوند په نوم کړ، خو ده ټول مال او دولت وپلوره او دا یې یوازې پریښوده.  هاجره ادعا كوي چې خاوند يې چې ملا دى هغه نجونې او ښځې يوې خونې ته بيولې چې يوازى دى به په كې و او پر هغو به يې جنسي تيرى كاوه. حاجرې له حكومت غوښتي چې سيد ناصر ونيسي.

هغه وايي ميړه يې تښتيدلى او دا له يوه شپږ كلن ماشوم سره بې سرپرسته پاتې ده .هغه له ټولو نجونو او ښځو غواړي چې د تعويذګرو او ملايانو ښكار نه شي.

سيد ناصر تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.