د « لاجوردو» لاره به ژر پرانیستل شي

د « لاجوردو» لارهد افغانستان د سوداګری وزارت وایی په نږدې راتلونکي کې به د لاجوردو لار پرانستل شي. افغان دولت له تیرو څلورو کلونو راهیسی د لاجوردو لار د پرانیستو هڅې پیل کړي دي. دغه لار افغانستان د تور سمندر له لارې له اروپا سره نښلوي.

د دغه لارې په پرانیستلو سره به افغان سوداګر خپل مالونه د ترکمنستان، ګرجستان او ترکیې له لارې اروپایی بارزارونو ته صادر او له هغه ځایه نور توکي صادروي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایی، د دغې پروژې د پرانیستنې لپاره لومړني کارونه په بشپړېدو دي، اوتر راتلونکې یوې میاشتې به د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.

چیند سوداګرې وزارت ویاند مسافر قوقندي وايی: «د پروژې پرانیستو په  غونډه کې به د افغان او ترکمن ولسمشرانو تر څنګ د دغو څلورو هېوادونو سکتوري وزیران او د بیلابیلو هیوادونو نیژدې سل استازي  هم برخه واخلي.»

د دغې پروژې پرانیستې ته تیاری په داسې حال کې دی چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چین ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له چینایی چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د وریښمو د لار د کار د پیل پر څرنګوالي هم خبرې کړي دي.

د وریښمو او لاجوردو لارې او د چابهار بندر په فعالیدو سره به پاکستان ته د افغانستان اړتیا کمه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.