د لاهور په چاودنه كې د وژل شويو شمېر اويا تنوته لوړ شو

د لاهور چاودونهد پاكستان په لاهور كې د تيرې شپې ځانمرګي بريد كې د وژل شويو شمير اويا ته لوړ شوى دى. ول كيږي په دې بريد كې تر دوو سوو پورې نور كسان ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسوليت چې په مسيحي لږكيانو شوى د (جماعت الاحرار) په نامه ډلې پرغاړه اخيستى دى. په دې سيمه كې مسيحيان په مذهبي مراسمو بوخت وو.دا بريد د موټرو په يوه تم ځاى كې له ګڼې ګوڼې په ډكه سيمه كې شوى دى.

د چارواکو په وینا په وژل شوېو او ټپیانو کې ډیریې ښځې او ماشومان دي. د پيښې سيمې ته نيژدې د يوه روغتون مسولين ويلي چې له څلویښتو زیات مړي یواځې دې روغتون ته ور وړل شوي دي.

ويل كيږي چې په دې ځاى كې ډير راټول شوي كسان مسيحيان وو. له پاکستاني طالبانو سره تړلې د جماعت الاحرار په نامه  ډلې د دغه  چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په قصدي توګه يې مسیحیان په نښه کړي و. د دغه ډلې وياند ويلي دا يې د پاكستان لومړي وزير نوازشريف ته يو پيغام و او دا ډول بريدونه به دوام ومومي.

پنجاب چې د پاکستان د لومړي وزيرنواز شریف اصلي ټاټوبی هم دی، په  تیرو څو لسیزو کې پکې چاودنې او د تاوتريخوالي پيښې لږې وې. په ښاغلي شریف دا نيوكه كيږي چې پخپل ایالت کې د افراطي ډلو فعالیتونه په دې شرط نه ځپي چې هلته  به ورانکاري نکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.