د لته بند – سروبي سړک د اولې برخې کار بشپړ او ګټې اخیستني ته چمتو شو

د لته بند – سروبي سړک د اولې برخې کار بشپړ او ګټې اخیستني ته چمتو شو

ټرانسپورت وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لته بند ـ سروبي سړک د اولې برخې کار بشبړ شوی دی.

 

خبرپاڼه کې راغلي، یاد سړک د کابل له بګرامۍ ولسوالۍ څخه تر سروبي ولسوالۍ غځیږي، چې تر 27 کیلومتره اوږدوالی او 9 متره عرض لري.

دا سړک دغه راز 7 متره عبوري برخه لري.

 

یاده پروژه د افغانستان حکومت په 946,150,646.50 افغانۍ لګښت د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې لخوا تر یوه ځایه جوړ شوی، چې ګټې اخیستو ته چمتو ده.

 

د لته بند – سروبي سړک د چهاراسیاب، بګرامي، موسهي او خاکجبار ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي.

 

همدا شان د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو خلک د دغه سړک پر مسیر د هېواد ختیزو ولایتونو ته تګ راتګ کولای شي.

 

دغه سړک د کابل – جلال اباد لویې لارې د سیمه ییز اتصال په توګه ترافیکي اسانتیاوې برابروي او ټولنیز، پوهنیز، روغتیایي او ښاري خدمتونه اسانوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.