ارمان لوڼی تېره ورځ پاکستانیو ځواکوو په بې رحمۍ سره په شهادت رسولی دی
اسفندیار ولي خان ویلي، پنجابي مشران د پښتون ژوند خوندیتوب کې نه یوازې پاتې راغلي، بلکې لا یې هم وژني
منظور پښتون او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو هم د لوڼي په شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې ده
هغوی خبرداری ورکړی چې دوی به د لوڼي په شهادت غلي پاتې نه شي او د حق غوښتنې مبارزې به څو چنده کړي
پخوانى سناتور او سیاستوال افراسياب خټک د لوڼي د وژنې د غندنې ترڅنګ ويلي، د سولهييز لاريون پر مهال د خپلو حقوقو غوښتونکي وژل ټکان ورکوونکى دى.
لوڼی پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې ښوونکی و
Leave a Reply