د مالي کال لومړیو ۶ میاشتو کې له ملي عوایدو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ راټولې شوي

د مالي کال لومړیو ۶ میاشتو کې له ملي عوایدو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ راټولې شوي

مالیې وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ملي عوایدو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ راټولې شوي دي.

د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دوی توانېدلي چې د روان مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ راټولې کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۴ میلیارده افغانۍ (۱۷) سلنه لوړوالی ښيي.

د مالیې وزارت په خبره، د ۱۳۹۸ کال د ملي بودیجې په سند کې دوی ته ۱۸۸ میلیارده افغانۍ تعیین شوي چې دوی له یوې زیاته برخه تر اوسه پوره کړې او هیلې شته چې د کال تر پایه دغه شمېره له ۲۰۰ میلیاردو هم پورته شي.

مالیې وزارت د عوایدو د لوړوالي لامل له اداري فساد سره مبارزه، د اصلاحاتو عملي کول او ځینو نور مسایل یاد کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.