د مالیې وزارت دوه کارکوونکي د رشوت په تور نیول شوي دي

رشوتد مالیې وزارت چارواکي وايي، دوه کارکوونکي یې د رشوت اخستنې په تور په کابل کې نیول شوي دي. دغه کسان چې نومونه یې ندي ښودل شوي، د عوایدو په برخه کې یې کار کاوه او د مخکې پلان شوې پټې هڅې په ترڅ کې لاس په لاس نیول شوي.

د مالیې وزارت چارواکي وايي دغه کسان یې لویې څارنوالۍ ته سپارلي چې په تړاو یې نورې پوښتنې وکړي او نور ښکیل کسان ونیسي. مالیه وزارت د افغانستان له هغو وزارتونو دی، چې زیات دولتي عواید راټولوي، په مالي معاملاتو کې ښکېل دی او په تېرو څوارلسو کلونو کې ډېر انتقادونه دي، چې د ځینو برخو کارکوونکي یې کمیشنکارۍ کوي او په زیاته اندازه نامشروع سرمایې یې پیدا کړې.

د مالیې وزارت په تړاو ډېر انتقاد د ګمرکونو او عوایدو په څانګو کېږي چې له هوټلونو نیولې، تر وړو او غټو شرکتونو سره جوړجاړی کوي، د مالیې اندازه راکموي او غیردولتي نهادونه د مالیې دراټیټیدو په بدل کې دوی ته رشوت ورکوي. دغه راز په ګمرکونو هم په ګمرکي محصولاتو کې د کارکوونکو او سوداګرو ترمنځ پټې معاملې ددې سبب دي، چې د افغانستان څلویښت سلنه عواید د دولت د ګمرکي کارکوونکو جیبونو ته لاړ شي.

تردې وړاندې هم افغان دولت د ښاري پراختیا وزارت شپږ کارکوونکي چې په رشوت اخستنه تورن وو او له افغانستان څخه د تېښتې په هڅه کې و، په بدخشان کې ونیول او اوس په زندان کې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.