د (مجاهدینو) او طالبانو ګډ ارزښتونه!

جهادیاند حکومت له دایرې شړل شوي په اصطلاح مجاهدین چې اوس یې یو شمیر په کور ناست دي غواړي له خلکو د دوی هغه ناخوالې هیرې کړي چې د ژنیو د هوکړه لیک تر سبوتاژ وروسته يی په خلکو راوستې.

دوی چې د امریکا متحده ایالاتو د بي ۵۲ په زور کابل ته ننوتل افغانستان ته د امریکا په شویو مرستو کې یې خپلې مزې چړچې له یاده نه دي ایستلې.

دوی په دې مرستو د ځانونه له پاره ډیر هغه څه وموندل چې مخکې یې خوب هم نه و لیدلی. د دغه کسانو له ډلې چې په هره غونډه کې یواځې د ځان درنې او د نورو سپکې وایی او ځان  ورته سپینه کوتره ښکاري یو هم د پخواني اتحاد او اوسني دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف دی چې د دنیا ټولې ښیګڼې په مجاهدینو پورې تړي او د جهاد ټولې  لاسته راوړنې د ځان ګڼي.

جهادیانسیاف له هغه وروسته ځان ته مخاطب وموند چې د طالبانو پرضد یې خپله لهجه تنده او د طالبانو په تیرو او روانو کړنو یې نیوکو ته زور ورکړ، د طالبانو خو هیڅ کار د بښنې او ښیګڼې وړ نه دی، خو عجیبه داده چې دا ښاغلی په هغو واقعیتونو هم سترګې پټوي چې د جهاد او را وروسته کلونو کې دوی کړي او د دوی او طالبانو ترمنځ مشترک ارزښتونه ګڼل کیدای شي.

دلته که دا ومنو چې مجاهدین د وخت د شوروي اتحاد پروړاندې راپورته شول، نو دا به له حقیقت لیري وی چې د امریکا متحده ایالاتو په مشری د نړیوالو ایتلاف پروړاندې د طالبانو په مقابلې سترګې پټې شي.

دغو دواړو ډلو د تاریخ په جلا دورو کې یو ماموریت سرته رسولی دی، خو سیاف او نور یې ځانونه د حق د لارې پتنګان او طالبان پردي مزدوران ګڼی.

دا دواړه ډلې نورشباهتونه هم لری:
  • (مجاهدینو) د شوروي اتحاد پرضد جګړه وکړه او طالبان د امریکا په مشرې د نړیوال ایتلاف پروړاندې، (مجاهدینو) هم د حکومت مامورین، پوځیان او تحصییل کړي اشخاص په صحرايی محکمو کې وژل او طالبان هم د اوسني حکومت مامورین، پوځیان او نور کارمندان وژني.
  • (مجاهدینو)  ته هم په پاکستان کې روزنه ورکول کیده او جنګ ته رالیږل کیدل او طالبان هم په پاکستان کې سمبالیږي او په افغانستان کې جګړې ته راځی.
  • (مجاهدینو)  ته امریکا متحده ایالاتو، ناټو او عربی هیوادونو د وسلو او پیسو مرسته کوله او له طالبانو سره هم پاکستان، چین، عربی هیوادونه او ایران دا ډول مرسته کوي، (هغه وخت دا مرستې روا او اوس ناروادي)
  • (مجاهدینو) هم د اسلامي افراطیت پربنسټ خپل کارونه جوړ کړي وو او سیاست یې د دین پربنسټ چلاوه او طالبان  هم د دین په نامه سوداګري کوي.
  • (مجاهدینو) هم په پاکستان کې په دیني مدرسو او (معهدونو) کې افغان ماشومانو ته افراطیت ور زده کړ چې او طالبان هم لګیا دي د افغانانو  له بدې ورځې په استفادې افغان ماشومان د خپل ملي او هیوادنیو ګټو پرضد روزي او ځانمرګي تري جوړوي.
  • (مجاهدینو) هم د (جهاد) په کلونو کې د ملي ځواکونو سرتیري او نور دولتي کارمندان وژل او تاسیسات یې ور نړول او طالبان هم لګیا دی د ملي امنیتي ځواکونو منسوبین وژني او پلونه او پولګوټي نړوي.
  • د (مجاهدینو) (جهاد) ضیاالحق رهبري کاوه او د طالبانو هم له همدې ځایه رهبري کیږي.
  • (مجاهدینو) هم نجونې زده کړې ته نه پریښودې او طالبان هم د نجونو ښوونځي سوځوي.
  • د (مجاهدینو)  د رهبرې کمپونه هم په پاکستان کې وو او د طالبانو هم همالته دي.
  • (مجاهدینو) ته د جهاد او په افغانستان کې دوژنو فتواګانې په پاکستان کې جمعیت علما او قاضي حسین احمد ورکولې او  طالبانو هم د همدې فتواګانو پربنسټ په تیرو ځو کلونو کې سلګونه افغانان د مرګ له کومي تیر کړل.
  • پاکستان د (مجاهدینو) په نیابت د جنیوا په ناسته کې ګډون کړی و او اوس هم لګیا دی د طالبانو په نیابت په څلوراړخیزه غونډه کې برخه اخلي.

جهادیانپه دې ډول لسګونه شباهتونه دي چې طالبان او (مجاهدین) یې سره نیژدې کړي او اوتر نیمایي ډیر طالبان هم پخواني جهادیان دی چې د خپلې نظریی د عملی کولو په موخه د طالبانو په لیکو کې یې ځانونه ځای پرځای کړي دي.

نو بیا سیاف په کوم جرات ځان د اسلام مدافع او طالبان د اسلام دښمنان ګڼی، دا هغه کسان دي چې د ژنیو هوکړې په سبوتاژ سره یې د ملیونونو افغانانو هغه هیلې له خاورو سره خاورې کړې چې تر کلونو جهاد او ربړو وروسته یې درلودې، خو دوی د وخت حکومت له یو شمیر کمونستانو سره لاس یو او کودتا یې وکړه چې تر ننه یی ناوړه پایلې ګورو.

سیاف که غواړي دخلکو په سترګو کې یوځل بیا خاورې و شیندي او لمر په دوو ګوتو پټ کړي نو مطمین دې شی چې اوس هغه نسل نه دی چې په یوه ناروا فتوا به یې سلګونه کسان راټول او خپلې نامشروع غوښتنو له پاره به آن د جګړې تر کچې استعمالول.

دوی چې تر هرې کودتا وروسته چور ته لاره هواره کړې یوځل بیا هغه نشه په سر کې لري چې ګنې په حکومت فشار راوړي او خپلې غوښتنې چې د ملیونو افغانانو له هیلو سره په ټکر کې دي پرې ومني، حکومت ته ښایي چې د تیرو ناخوالو د عاملینو د مجازات له پاره عملي اقدام وکړي او هغه رپوټ خپور کړي چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا جوړ شوی دی، ترڅو سیاف اونور په اصطلاح مجاهدین یې خپل ځان په کې وګوري.

د جهاد د دوران ځينې ترخه حقایق په انځوریزه بڼه:

د مجاهدينو لاسته راوړنې او له بهرنیانو سره اړيکې په انځوريزه بڼه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.