د محب خبرې څه ډول تحلیل کړو؟

د محب خبرې څه ډول تحلیل کړو؟

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب په امریکا کې د طالب چارواکو او خلیلزاد ترمېنځ د سولې د خبرو اترو تر نامه لاندې پر روان بهیر باندې ښکاره نیوکې وکړې. د محب دریځ که څه هم د یو شمېر افغانانو د تود هرکلي سره مخ شو خو یو شمېر نورو پرې نیوکې کوي. دوه ډلې کسان دي چې پر خلیلزاد باندې د محب نیوکو اندېښمن کړي دي. یوه ډله هغه احساساتي ځوانان دي چې فکر کوي چې د محب خبرې به د افغانستان – امریکا د اړیکو پر راتلونکې باندې منفي اغېز وکړي. دویمه ډله بیا د محب او په ټوله کې د حکومت مخالفین دي چې هڅه کوي چې کورنی او بهرنی سیاست سره ګډ کړي او له بهرني سیاسته په کورني سیاست کې ابزاري ګټه واخلي. په بل عبارت اوبه خړې کړي‌ او کبان ونیسي.

 

دا لیکنه د نړیوالو اړیکو د مکتب په چارچوب کې  د دواړو ډلو اندېښنو او فرصت طلبۍ ته د ځواب هڅه ده. پدې لیکنه کې د ښاغلي‌ محب د وینا د محتوا پر ځای پر هغه تیوریک بنسټ بحث کېږي چې محب یې مجبور کړ چې د سولې تر نامه لاندې پر روان بهیر نیوکې وکړي. د موضوع د لا روښانتیا په پار د محب څرګندونې په پینځو مادو کې ارزول شوې دي.

 

۱ – د کورني او بهرني سیاست توپیر:

 

په ټوله کې کورنی او بهرنی سیاست سره توپیر لري. د کورني سیاست ابزار هغه برنامې او پالېسۍ دي چې اقتدار یې غواړي عملي‌ کړي‌ او اپوزېشن یې مخالفت وکړي. بهرنی سیاست یواځې یو مرام لري. هغه د نړیوالې ټولن سره په اړیکو کې د خپل هېواد له ملي ګټو دفاع ده. په بل عبارت حکومتونه په کورني سیاست کې د خپل ګوند یا اقتدار استازیتوب کوي او په بهرني سیاست کې بیا د ټول هېواد د ملي‌ ګټو. د حکومت سیاسي مخالفین تر یو بریده حق لري چې د ملي ګټو د تعریف پر سر د حکومتونو سره مخالفت وکړي، خو په بهر کې د حکومتي استازو پر دریځونو د نقد حق نه لري. د محب دریځ د افغان دولت رسمي پالېسي ده چې د ملي ګټو پر اساس رامنځته شوې او د کورني سیاست د ټولو عناصرو استازیتوب کوي.

 

۲ – ډیپلوماټیکه ژبه:

 

د نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې د « ډيپلوماټيکي ژبې» ډیکشېنري نشته چې هېوادونه یې په رعایتولو مکلف وي. د ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کې تر ټولو معتبر نړیوال سند د ویانا کانوېنشن دی چې هلته دا نه دي ویل شوي چې څوک څنګه باید خبرې وکړي. دا چې کومه ژبه ډیپلوماټیکه ده، کومه نه ده، دا د اړوندې مسئلې د اهمیت په اړه د هېوادونو د دریځونو پورې اړه لري. البته تشریفات او یا پروتوکول بیا جلا مسئله ده.

 

د  ځینو لپاره د محب خبرې ځکه حیرانوونکې چې د افغانستان په دودیز بهرني سیاست کې غیر متعارفې دي. افغان سیاسیونو د تاریخ په اوږدو کې په بهرني سیاست کې د «بېطرفۍ» د اصل تر نامه لاندې ناسمه تګلاره غوره کړې وه چې پایله یې اوسنۍ ناخوالې دي چې د سر په سترګو یې ګورو. دلته یوې باریکۍ ته باید پاملرنه وشي چې د «بېطرفۍ اصل» حقوقي اصطلاح ده او په نړیوال سیاست کې معنا نه لري.

 

یو شمېر ملګري وېره لري چې د امریکا سره به اړیکې خرابې شي او یو شمېر نور بیا پرې ملنډې وهي. په معاصر تاریخ کې ددې سوء تفاهم تر ټولو په زړه پورې بېلګه بیا د ډاکټر نجیب او ګورباچوف ترمېنځ لیدنه وه چې ویل کېدل نجیت ګورباچوف ته بد رد وویل چې په پایله کې یې سر وخوړولو.

 

لکه پورته چې یادونه وشوه، د هېوادونو بهرني سیاستونه د هر هېواد د ملي ګټو پر اساس تنظمېږي چې دا ډېر پېچلی میکانیزم دی. د ملي ګټو تعریف اوږد مهالې برنامې ته اړتیا لري چې د هېواد د تېر تاریخ، اوسني حالت او راتلونکي وېژن پر اساس جوړېږي. ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې د ملا تیر جوړوي چې هېڅکله هم د معاملې وړ نه دي. په نورو مواردو کې بیا انعطاف پذیري ممکنه ده. د بهرنیو چارو وزارت د همدې لپاره رامنځته شوی چې د ملي ګټو دفاع وکړي او هغه موارد تشخیص کړي چې انعطاف په کې ممکن وي. د بهرنیو چارو د وزارت مامورین دنده لري چې ددې انعطاف سرحدونه وټاکي او بیا عملي ګامونه پورته کړي.

 

خلاصه دا ډېر ناسم برداشت دی چې د یو دولتي چارواکي خبرې دې د هېوادونو پر اړیکو او په ټوله کې پر بهرني سیاست مستقیمه اغېزه وکړي. په نړیوال سیاست کې ددې تر ټولو ښه بېلګه د ترکیې – اسراییلو اړیکې دي. د اردوغان او نتنیاهو لفظي مشاجرې، یو بل ته د ښکنځلو او سپکاوي تر بریده رسېږي خو د دواړو هېوادونو ترمېنځ اقتصادي‌ اړیکې هر کال وده کوي.

 

۳ – د امریکا سره اړیکې:

 

د امریکا سره د افغانستان اړیکې لکه د بل هر هېواد سره  اړیکو په څېر پر یو لړ متقابلو معاهداتو او نړیوالو پروتوکولونو ولاړې دي. پدې معنا چې تر امریکا وړاندې هم افغانستان و او تر امریکا وروسته به هم افغان ملت وي. شخصاً زه د بن د کنفرانس په پایله کې پر رامنځته شوي سیاسي نظام باندې یو زیات شمېر ملاحظات لرم. تاریخ به ددې کنفرانس په اړه خپل قضاوت وکړي خو د امریکا اوسنی دریځ د بن د ناسمو پرېکړو د دوام په معنا دی. د معلم عطا په څېر کاغذي پړانګان، جنګسالاران، اقتصادي مافیا، جرمي اقتصاد، د قدرت جزیزې او له دې ټولو د امریکا پټ او ښکاره ملاتړ د بن په کنفرانس کې د ایښودل شوي کوږ بنسټ پایلې دي.

 

خلاصه چا چې  یواځې د سیاست الفبا هم لوستې وي پدې پوهېږي چې افغان دولت حق لري چې د خپلو ملي ګټو په چارچوب کې غبرګون وښايي یا و نه ښايي.

 

۴ – د ډاکټر محب خبرې:

 

محب د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار په توګه حق لري چې پر هغو پټو معاملو ځان خبر کړي چې د هېواد راتلونکی ور پورې اړه لري .اول هغه احساساتیان چې فکر کوي چې هر څه د امریکا په لاس کې دي. ګواکې دا ډول دریځ به امریکا په غصه کړي او افغان دولت به یواځې پرېږدي. باید پوه شي چې د دولتونو ترمېنځ په اړیکو کې هېڅ یو هېواد بې بدیله نه دی.‌ لکه څومره چې افغانستان امریکا ته اړتیا لري، همدومره امریکا هم افغانستان ته اړتیا لري. که چېرې دې مسئلې ته د ولسمشر غني‌ د اقتدار له عینکو وګورو، غولېږو. د یو انسان په توګه د ولسمشر عمر معلوم دی خو د یو ملت په توګه افغانان به تر ابده ددې خاورې اصلي‌ مالکان وي. دلته د افغان ملت د تعریف په برخه کې هغه شعري‌ قطعه چې زما ډېره خوښېږي، باید ذکر شي:

 

څو چې دا جهان ودان وي!

 

څو ژوند پر دې جهان وي!

 

څو چې پاتې یو افغان وي!

 

تل به دا افغانستان وي!

 

حمد الله محب د افغان دولت د استازي‌ په توګه د پورتني تعریف پر اساس پر خلیلزاد نیوکه کړې.

 

۵ – د عمران خان وروستۍ څرګندونې:

 

عمران خان خپلو خلکو ته زېری ورکړ چې په افغانستان کې «ښه نظام» راتلونکی دی. دا پدې معنا ده چې طالب استازو د امریکا سره د سولې په اړه د خبرو جزییات د پاکستان سره شریک کړي دي. فکر کوم هر افغان به پدې متفق وي چې هر هغه نظام چې د پاکستان لپاره ښه دی، د افغانستان په تاوان دی. د مجاهدینو نظام ددې تر ټولو ښه بېلګه ده. ځوان نسل ظاهراً ټول د پاکستان خلاف دی خو ځیني وختونه دومره د تبلیغاتو ښکار شي چې حقیقت ترې ورک شي.

 

د طالب استازو – خلیلزاد  ترمېنځ هوکړه په حقیقت کې د پاکستان – امریکا ترمېنځ هوکړه ده. پاکستان پدې پوهېږي چې څرنګه په افغانستان کې خپلې ملي ګټې خوندي کړي. د سیمې نور هېوادونه هم دې موضوع ته متوجه دي. مثلاً

 

دلته باید د چین، روسیې، ایران، هند او منځنۍ آسیا د هېوادونو ملاحظات هم شامل وي. اوس تاسې فکر وکړئ چې دا به څه ډول سوله وي چې د سیمې د ټولو غاړو ملي‌ ګټې په کې خوندي‌ شي؟ د دوی او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان د ملي ګټو استازیتوب به د افغان دولت پرته څوک کوي؟ ځکه د بین المللي اړیکو اصلي مهرې همدا دولتونه ده چې یو بل یې په رسمیت پېژندلي.

 

د حمد الله محب وروستیو څرګندونو ته باید د ملي امنیت د شورا د سلاکار له عینکو وکتل شي. د ملي امنیت شورا په هېواد کې د ټول کورني او بهرني سیاست او په ټوله کې د ملي امنیت اړوند مسایلو په اړه د تصمیم نیونې تر ټولو عالي مرجع ده. د دومره مهم ارګان د سلاکار د خبرو هره جمله پوره سنجول شوې پالېسي ده چې دولت یې غواړي مخاطبینو ته یې ورسوي.

 

افغانستان د بین المللي حقوقي موازینو پر اساس خپلواک هېواد دی چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت استازیتوب کوي. د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو بین المللي سازمانونو او نورو هېوادونو کې د خپلواک دولت په توګه د افغانستان موقف ابدي دی. یواځې استازي یې بدلېږي را بدلېږي. د ډاکټر محب پر ځای که هر څوک د ملي‌ امنیت د شورا استازی وي، باید له خپلو ملي ګټو دفاع وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.