د مخابراتو وزارت تخنيكي سلاكار يو ډګروال دى

عبدالرزاق وحيديد  ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په حكومت كې تر ډيره نيوكه داده چې په دولتي ادارو كې يې دخپل صلاحيت لوړې ګومارنې كړې دي. ډيرې هغه ادارې چې د دوى د خپل منځي ويش په پايله كې دوى ته رسيدلې نو له سره يې په كې د خپلې خوښې كسان ګومارلي دي.

يو هم د دغو كسانو د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي دى. د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير نن د ولسي جرګې له خوا استيضاح  شو. د ولسي جرګې غړي وايي د قانون له مخې  وزير د اوو كسانو د ګومارلو صلاحيت لري خو ده ښاغلي څلويښت كسان ګومارلي چې هر يو يې له سل زرو ډير معاش لري. د ولسي جرګې غړې قاضي راحله وايي: (له سل زره افغانيو لږ معاش نه لري . څلويښت تنه ګومارل شوي دي.)

د ولسي جرګې غړى كمال ناصر اصولي وايي چې د وزيرانو شورا د صلاحيت له مخې وزير يوازې د اوو تنو د ګومارلو صلاحيت لري هغه هم داسې كسان ګومارلي چې هيڅ تحصيلي سند نه لري او همدا كسان يې بهر ته د تريننګ له پاره ليږلي دي.

د اترا ادارې داسې كسان يې ليرې كړي چې ماستري تركچې تحصيل لري خو پرځاى يې داسې كسان ګومارلي چې ليسانس سند يې هم نه دى وړاندى كړى. دوى وايي وزير د سلام او  افغان تليكام په زيانمنولو كې لاس لري او له ځينو نورو شركتونو يې پيسې اخيستې دي.

اصولي وايي:

(د سلام شركت عوايد شپاړس سلنه كم شوي دي . څلور مياشتې يې د دغه شركت اعلانونه درولي وو ترڅو نورو شركتونو ته  ماركيت خوشى وي  له دې امله د افغان تليكام شركت ۳۶ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى .)

نوموړى وايي وزير د دې له پاره چې قراردادونه په لوړه بيه وركړي له يوه امريكايي شركت څخه يې سل زره ډالره اخيستي دي. د ده سلاكاران د فايبر نوري او تداركاتو په چارو كې غير قانوني لاس وهنه كوي.

كمال ناصر اصولي وايي: (ډګروال جمعه چې وزير ماما دى د تخنيكي سلاكار په توګه ټاكل شوى دى. هغه هم ټوله ورځ د تداركاتو په دفتر كې تيروي چې هيڅ صلاحيت يې نه دى.)

خو د مخابراتو اومعلوماتي تكنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي وايي په وزارت كې ۲۹ تنه ګومارل شوي دي، چې اته تنه يې له اتيا زرو تر يوسل او پنځوس زرو پورې معاش اخلي. نور كسان له ۱۵ زرو تر ديرشو زرو پورې معاش اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.