د مخابراتو وزیر د نیژدې دیرش میلیونه افغانیو شفاهي تړون

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې په وزارت کې د مالي او اداري فساد د اسنادو د خپریدو په لړ کې دا ځل د دغه وزات یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایی وزیر د “مخابراتي خدمتونو د محصول سيستم” د رامنځته کولو قرارداد له يوه کورني شرکت سره په شفاهي ډول کړی او هغه پلاوي ته هیڅ اسناد نه دي ښودل شوي چې ولسمشرې په دې اړه ګومارلی و.
د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې د ولسمشر په فرمان د مخابراتي خدمتونو پر کاروونکو د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول وضعه شو او د دغه محصول ګرځول، د ١٣٩٤ لمريز د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې اجرايي بڼه موندلې ده.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت له تدارکاتو پرته د مخابراتي خدمتونو د محصول راټولولو سيستم د رامنځته کولو لپاره اقدام وکړ، خو دا چې مخابراتي خدمتونو د محصول راټولولو او د سيستم د قرارداد په لړۍ کې روڼتيا نه وه ، له ډېرو نيوکو سره مخامخ شو.
ولسمشر اشرف غني له دغو اندېښنو وروسته د يوه حکم په صادرولو سره د محمداګل کوچي په مشرۍ له چارو ادارې يو پلاوى په دنده وګوماره، څو د پېرلو د داوطلبۍ تر اعلان پورې د دغه سيستم د بیې معلومول، افر پرانيستنه، د ګټونکي شرکت مخينه او په دغه سيستم پورې ټولې اړوندې چارې په پوره، بې پلوه او عادلانه ډول سره وڅېړي.
د ولسمشرۍ رياست په ١٩٩٠ شمېرې حکم کې، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې؛ راغلي چې تمه کېږي ياد پلاوى خپلې څېړنې له وړانديز شوو او اصلاحي نظرياتو سره يو ځاى د وروستۍ پرېکړې لپاره د چارو ادارې ته وسپاري او د مخابراتو وزارت اړ دى، چې د ياد پلاوي د څېړنو لپاره هر ډول اسانتيا رامنځته کړي.
خو د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت کې يوې باوري سرچينې وويل: “د دغه سيستم د قرارداد په اړه هېڅ کوم اسناد نشته او په دې اړه د ولسمشرۍ رياست هم کوم اسناد په واک کې نه دي ورکړل شوي، ځکه دغه موارد ټول په شفاهي توګه تر سره شوي دي.”
خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند ياسين صميم وويل، د مخابراتو وزارت په دې اړه ټول اړوند اسناد، پر دنده ګومارل شوي پلاوي په واک کې ورکړل شوي دي.
هغه زياته کړه، پر دغه سيستم ٢٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او د مخابراتو وزارت له لوري له تخنيکي اړخه تصديق شوى او قرارداد ترسره شوى، کومه ستونزه نه لري او ټاکل شوې چې د تدارکاتو ملي اداره د دغو پيسو د ورکړې پرېکړه صادر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو وزارت وياند شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پژواک ته ويلي و، چې د دغه سيستم په جوړولو ١٢ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژې وزارت ویاند له پژواک سره د خپلو خبرو په دوام کې وويل، که چېرې دغه سيستم د ولسمشر له فرمان وروسته په بېړني ډول نه وى رامنځته شوى، نو د دې امکان و، چې هره ورځ له دې اړخه ميليونونه افغانۍ ملي عوايد له لاسه ورکړو.
د هغه په وينا، پلاوي په دې اړه خپلې ارزونې تر سره کړې او پايله کې څرګنده شوه، چې دغه لړۍ په بشپړه توګه سياليزه او رڼه وه او له دې امله چې له واحدې سرچينې پېرل شوى و، نو په دا ډول شرايطو کې يې داوطلبۍ ته نه شوى وړاندې کولى.
که څه هم هغه وایي په دنده ګومارل شوي پلاوي خپل نظر او پايله د چارو له ادارې سره شريک کړې او د ملي تدارکاتو اداره د دغو پيسو د ورکړې په اړه پرېکړه کوي.
خو د ګومارل شوي پلاوي مسول په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published.