د مسکو ناسته؛ طالبان وايي، مونږ ور روان یو

د مسکو ناسته؛ طالبان وايي، مونږ ور روان یو

 

وسله والو طالبانو اعلان کړی چې دوی د مسکو په کوربتوب غونډې ته چمتووالی نیولی او غواړي ګډون په کې وکړي.

د طالبانو لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی لسیز کسیزه ډله به مسکو کنفرانس چې سبا یې لومړۍ ورځ ده، ګډون وکړي.

دا په مسکو کې د طالبانو دویمه ناسته ده

په لومړۍ ناسته کې د سولې عالي شورا غړي هم ور بلل شوي و چې ګډون يې په کې کړی و.

د مسکو ناسته کې یو شمېر افغان سیاستوال هم ګډون کوي.

دغه سیاستوال د هېواد په کچه له پراخو نیوکو سره ځکه مخ دي چې د خلکو په باور، د مسکو ناسته د افغانستان په ګټه نه ده؛ خو دوی د شخصي ګټو لپاره دغه ناسته کې ګډون کوي.

شنونکي باور لري چې د مسکو ناستې ته د افغان سیاستوالو ګډون موخه دا ده چې د اوسني حکومت د مشرانو پر ضد دسیسې جوړې کړي.

د ولسمشر لومړي نوماند مرستیال امرالله صالح هم تازه ویلي، چې د مسکو ناستې ګډونوال پردیپال دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.