د مصر پارلمان د چادري په كارولو بنديز لګوي

مصرد مصر پارلمان غواړي د هغه قانون  مسوده جوړه كړي چې ښځې له چادري اغوستلو منعه كوي. رپوټونه وايي په دې ٰطرح كې به په عامه ځايونو كې په چادري كولو بنديز شامل وي. دا په داسې حال كې ده چې د مصر حكومت له تندلارو اسلامي ډلو سره نښتو ته دوام وركوي.

(انډيپينډنت) ورځپاڼې  د مصر د پارلمان د غړې او د الازهر په پوهنتون كې د تطبيقي فقې استادې آمنه نصير له قوله  چې حجاب د مخنوي ملاتړ كوي وايي په اسلام كې د چادري ( برقع) اغوښتل لازم نه دي او په حقيقت كې چادري يو يهودي دود دى چې له اسلام مخكې په عربي ټاپووزمه كې يې كارول پيل شوي دي.

هغه وايي په قران كې داسې آياتونه شته چې د چادري له اغوستلو سره مغايرت لري او هغه څه چې صراحت لري د سر د ويښتانو پټول او ساده پټوالى دى، خو داسې نه دي ويل شوي چې سر تر پښو پورې دې ځان پټ كړي.

د مصر اوسنى ولسمشر عبدالفتاح السيسي چې د پوځ مشر و د اخوان المسلمين حكومت ړنګ او ګڼ كسان يې بنديان كړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.