د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د همکاریو تفاهم لیک لاسیک کړ.
ددې تفاهم لیک پر بنسټ چې د سې شنبې په ورځ لاسلیک شو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به د آسان خدمت ادارې په مرسته په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د معلولینو او شهیدانو د کورنیو د حقوقو د ورکړې پروسه برېښنایي کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وویل چې د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د حقونو د برېښاني کولو پر پروسې سربېره؛ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د ښوونیزو ورکشاپونو جوړول د دغه تفاهم لیک بله برخه جوړوي.
همدارنګه مراجعه کوونکو ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مالي مرسته؛ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې د عامه خدمتونو مرکز ډیزاین او جوړ شي.
له دې مخکې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د آسان خدمت ادارې په مرسته له دولتي ادارو سره ۱۶ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چې ښې پایلې یې لرلې دي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي وویل چې د اوسنیو سیستمونو له څېړنې او ارزونې څخه وروسته به د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوي سیستمونه رامنځته شي او مراجعین به وکولای شي په شفافه توګه او چټکۍ سره په کم وخت کې خپل حقوق تر لاسه کړي.
Leave a Reply