طالبانو د ملاعمر ورور او زوی ته نوې دندې سپارلې دي. دغه ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پخواني مشر ملامحمد عمر ورور ملا عبدالمنان عمري د اسلامي امارت د رهبري شورا د غړي او دعوت او ارشاد کمیسیون د رییس او د ملاعمر زوی مولوي محمد یعقوب د پنځلسو ولایتونو د پوځي مسول په توګه ټاکل شوي دي.
له هغه وروسته چې تیر کال د ملامحمد عمر د مړینې خبر افشا شو نو دغه ډله د رهبری پرسر په خپلمنځی اختلافونو کې ښکیل شوه، دغه ډلې ملا اختر محمد منصور د مشر په توګه وټاکه، خو د ملاعمر ورور او زوی د منصور مشري ونه منله او په یوشمیر سیمو کې یې ترمنځ سختې جګړې هم وشوې.
د طالبانو په خبر پاڼه کې دا هم نه دي ذکر شوي چې په دې غونډه کې ملا اختر محمد منصور گډون کړی و او که نه او هم نه دي ویل شوي چې دا غونډه چیرته شوی ده.
له بلې خوا د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو په لړ کې ملا محمد رسول چې د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان دی د ملا منصور نه خپله لاره جدا کړې او هغه یې د ملاعمر په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی دی. که څه هم چې طالبانو د ملا اختر محمد منصور تر مشرتابه لاندې د ملا محمد عمر د ورور او زوی د یوځای کیدو خبر ورکړی خو د ملا محمد رسول په اړه یې څه نه دي ویلي.
همداشان څو ورځې مخکې طالبانو ادعا وکړه چې د دوی بل قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر چې د ملا اخترمحمد منصور سره یې مخالفت پیل کړی و بیرته له هغه سره یوځای شوی دی، خو یو لړ نورو منابعو بیا د ملا ذاکر د یوځای کیدو ادعا رد کړی ده.
Leave a Reply