محور: پنجشنبه، د مرغومي ۱۹مه
ملا ننګیالی له خپلو پنځلسو ساتونکو سره د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. هغه له طالبانو د جلا شوې ډلې مهم قوماندان وو چې له دولت سره یې هم همکاري درلوده.د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وايي د هرات د شینډنډ په زیرکوه ولسوالې کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي برید کې له طالبانو د جلاشوې ډلې یو غړی ملا ننګیالی له پنځلسو ساتونکو سره وژل شوی دی. هغه وايي دا برید د چهارشنبه په ماښام شوی چې د نا تایید شویو شمیرو له مخې په دې برید کې شپیتو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې پيښه کې د ملکي خلکو دمرګ ژوبلې په اړه تراوسه دقیقې شمیرې نشته.
د هرات والي او د امنیې قومانداني په دې اړه څه ویلو ته نه حاضریږي، خو د هرات امبولانس مسول ډاکټر ابراهیم محمدي وايي له دغه ځایه د هرات ښار مرکزي روغتون ته یو مړی او اته ټپيان لیږدول شوي دي.
ملا ننګیالی په شینډنډ کې له طالبانو دجلاشوې ډلې یو مهم غړی و چې له دولت سره یې همکاري درلوده. د هرات اوسیدونکي دې برید ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې له دولت سره همکار قوماندان ولې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له خوا په نښه کیږي.
په هرات کې د چارو یو سیاسي شنونکي عبدالقادر کامل وايي د ملا صمد د مخکښ رقیب ملاننګیالي وژنه د امریکا او ایران ترمنځ په لانجې پورې تړاو لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې امریکا ډیر ځله په ایران تور لګولی چې د هیواد په لودیځ کې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته وسلې ورکوي.
د غوڅ ملاتړ ځواکونو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
Leave a Reply