د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی اندونیزیا ته تللی

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی اندونیزیا ته تللی

محور؛ جمعه، د اسد څلورمه: د ملا برادر په مشرۍ اته کسیز طالب پلاوی نن د اندونیزیا پلازمېنې ته تللی دی.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: (( د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی نن سهار تللی دی اندونیزیا ته او هلته به د هغه هېواد له چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې  وکړي.))

خلک نیوکه کوي چې طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفر پر ځای افغانستان کې اوربند اعلان کړي چې روان تاوتریخوالی پای ومومي.

وړمه ورځ د اندونیزیا چارواکو د ملي امنیت شورا دفتر له مرستیال عتیق نوشېر سره کتنه کې ویلي و چې ډېر ژر به دغه هېواد کې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني علماوو ترمنځ دې اړخیزه غونډه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.