افغان ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوې مهمې راټولېدنې چاپه وهلې ده.
ملي دفاع وزارت وايي، کومانډو ځواکونو د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو د مشهور قوماندان ملا دارود مرستیال قاري شبیر له خپلو پنځوو ملګرو سره وژلی دی.
د دفاع وزارت په خبره، قاري شبیر به د غزني په کچه قومي او مخور کسان ترور کول.
دفاع وزارت وايي، عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي
Leave a Reply