د ملي دفاع د وزیر او لوی درستیز استفاوې وه منل شوې

له ارګه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي د فاع د وزیر عبدالله حبیبی او د یاد وزارت دلوی درستیز قدم شاه شهیم استعفاوې منلې دي.

لوی درستیز او د ملي دفاع وزیر دوه ورځې وروسته له هغې خپلې استعفاوې وړاندې کړې چې په بلخ کې پر شاهین قول اردو برید وشو او د ملي اردو زیات شمیر ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

تر دې څو اونۍ مخکې په کابل کې د سردار محمد داودخان پر روغتون د برید له امله پار لمان یاد وزیر د استحضا له پاره ولسي جرګې ته هم غوښتی وو خو ویې کولای شوای چې د اعتماد رایه واخلي.

عبدالله حبیبي ویلي وو، ټول هغه چارواکي به عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي کړي چې په خپلو دندو کې یې سهل انګاري کړې ده او نور به اجازه ورنه کړي چې دا شان پېښې را منځ ته شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.