افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي دفاع وزارت نوې ودانې پرانيستله. د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ په پنځو پوړونو كې د ۲۰۰ ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې ده. له دې مرستې څخه ۱۵۲ ميليون ډالره دامريكا متحده ايالاتو له خوا او ۴۸ مليون ډالره نور د آلمان او نورو اروپايي هيوادونو له خوا وركړل شوي دي.
امنيتي تدابير يې په پرمخ تللي شكل په پام كې نيول شوى. د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي دا ودانۍ د نهه درجې زلزلې مقاومت لري او دا ودانې په پرمختللي سيستم سمبال ده، دامريكا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې ودانې كې كولاى شي د دفاع وزارت ټولې ادارې په يوه وخت كې فعاليت وكړي.
د دې ودانې ګمبده ۳۳،۶ متره لوړ والى لري، ودانۍ د ډوډۍ خوړولو درې سالونونه لري چې هر يو يې زر تنه ځايوالى شي، په دې سربيره د كنفرانس سالون يې په يوه وخت كې ۹۳۶ تنو د ځايولو ظرفيت لري.
د دې ودانې وسايلو او كمپيوټرونو ۳۳،۳ ميليون ډالره لګښت راغلى او ۱۲ ميليون ډالره يوازې په فني برخه لګول شوي دي.
Leave a Reply