د ملي ستندرد نوى رييس وټاكل شو

فرماند افغانستان په ولسي جرګه كې د فارياب د خلكو استازى او د جنرال عبدالرشيد دوستم د ملي جنبش غړى ډاكټر نقيب الله فايق د ملي ستندر ادارې د رييس په توګه ټاكل شوى دى .

فايق له هغه وروسته په دغه دنده ګومارل كيږي چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم پرون په كابل كې د جنبش يوې غونډې ته وويل چې د اوسني حكومت په جوړولو كې يې ډيره ونډه اخيستې، خو تراوسه ورته لس سلنه ونډه هم نه ده وركړل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.