د افغانستان ملي شورا به سبا د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شي. د ملي شورا غړي به د ژمې له پنځه څلویښت ورځو رخصتیو وروسته د یکشنبې په ورځ کار پیل کړي. ټاکل شوې چې دا دوره هم د ولسمشر له خوا پرانيستل شي. د ولسي جرګې دوهم مرستيال نذير احمدزى وايي د قوانینو تصویب، سوله او ټاكنې به د دغه دورې د كار مهم مسايل وي.
هغه وايي: (موږ کوښښ کوو چې ټاکنې په خپل وخت تر سره شي، خو د ولس همکاري شرط ده ترڅو د خلکو تر منځ یووالی راشي.)
كه څه هم چې د ولسي جرګې د دې اوسنيو غړو د كار موده لاوختې پاى ته رسيدلې، خو د ولسمشر د يوه ځانګړي فرمان له مخې به دا غړي د ملي شورا د نويو غړيو تر ټاكل كېدو پورې كار ته دوام وركړي.
Leave a Reply