د ملي یووالي د حکومت د نظریې او کانسیپټ د ناکامۍ زېری

انجينر يونس آرینیو یاغي نظر!

دا دوه ورځې بیا زمونږ په ټولنه کې د سقوط کلمه ډیره لاندې او باندې کیږي. دلته عام رواج دا دی چې مونږ تل پخوا د ماسکو، بیا د اسلام آباد او په وروستیو کلو کې د واشنګټن په خبرو او اشارو پرته له دې چې خپلو اړتیاوو، لومړیتوبونو او د ټولنې حساسیتونو ته وګورو غبرګون ښوولی او هغه خبرې او اشارې مو ورو ورو په لوی لاس عملي کړي.

را به شو د نن سبا د سقوط اشارې او آوازې ته چې له امریکایي ثنا نه یې سرچینه نیولې. امریکا د هیواد د امنیتي ځواکونو او ملکي ادارې د مالي تمویلونکي په نامه دلته داسې نوې تجربې او ازمايښتونه د لاس لاندې نیولي چې د نړۍ په نورو ملکونو کې خلک ورسره هیڅ بلديت او آشنايي نه لري.

د ملي یووالي حکومتد ګټونکي او بایلونکي د ګډ حکومت جوړیدل ښایي د (امیر پطنوس) نه نیولې تر دې دمه د بشریت په تاریخ کې ساری ونه لري، د ملي وحدت د حکومت جوړیدل لا د بایلونکې ډلې لپاره هم یو خوب وه او دا خوب جان کيري زمونږ په ملت او زمونږ د اوسني زعامت په ګټونکې خوا ومانه.

اوس په دې بحث کومه ګټه نه لري چې دا کانسیپټ چا او ولې ومانه، خو دا بحث په پټه او ښکاره په ټولو هغو هیوادونو کې روان دی چې د خپلو خلکو د ورکړې ماليې یوه برخه په هر هدف او موخه چې وي دلته لګوي.

ټوله نړی د اوسنۍ ادارې مالي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزه، امنیتي، سیاسي او آن ملي ستراتېژي څاري او له هغو نه د مثبتو پایلو هیله کوي.

دلته چې څه روان دي د هغې توضیح ته اړتیا نشته، همدې رکود ښایي نړیوال هڅولي وي تر څو د سقوط په شان کلمات باید د افغان ټولنې روح او روان ته ورننه باسي.

دلته له دې سقوطه هر څوک د خپلو غوښتنو او اهدافو په رڼا کې مطلب اخلي، هغوی چې د نظام سقوط ته یې اړولې د نظام د سقوط او هغوی چې د روان دولت د سقوط شیبې شميري د دولت د سقوط مطلب تري افاده کوي. زه څوک نه ملامتوم، په سیاست کې باید له هري خلا نه ګټه پورته شي خو اصلي مطلب هماغه وي چې د ژورې ارزونې نه لاس ته راتلای شي.

زه چې نه د نظام د سقوط پلوي یم او نه د اوسني روان (په هر نامه چې دی) دولت ،دا سقوط داسې ارزوم . (نظریات ټول شخصي او د ولسواکۍ د نظریې په رڼا کې دي.)

کله چې یوه نوې پديده (شی) په لومړنیو څیړنو کې ناکامه شي په هغو ټینګار یوازې د ملتونو د قیمتي وخت ضایع کېدل او د لویو نظریو د جوړونکو هیوادونو د نړیوال ارزښت د را ټیټېدو لامل کیدای شي.

د ملي یووالي حکومتد ملي وحدت د حکومت نظریه او کانسیپټ په تېر یو نیم کال کې دا په ډاګه کړه چې د هرې مثبتې طرحې په وړاندې یوازې د برخې او ونډې په نوم ستونزې جوړې شوي.

کلیدي وزارتونه مو همداسې د سر پرستانو له خوا اداره کیږي او د وسله وال پوځ په هکله د ټولو نړیوالو نظر یو شان دی او وایي چې د مدیریت ژوره خلا د ورځې په تېرېدو دغه ځواکونه اغیزمن کړي دي.

نړی په نا ویلې ژبه مونږ ته د (ملي یووالي) د حکومت د کانسیپټ د ناکامي زیري راکوي نه د نظام د سقوط.

زمونږ سیاستوال که غواړي د سقوط تعریف د ملي یووالي د حکومت تر سقوطه محدود کړي نو په کار ده خلکو ته هر څه لوڅ او د ملي مسئولیت په توګه بربڼډ وښيي او له اوسني بحرانه د وتو علمي او عملي لارې چارې د لاس لاندې ونیسي.

زمونږ په هیوادوالو کې دا جوهر شته چې تېر په هېر حساب کړي او له سیاستوالو د راتلونکې پوښتنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.