د ملګرو ملتونو سازمان: زلزلې د افغانستان یو پر درېیمه برخه زیانمنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د هماهنګۍ مدیر (ډومېنیک پارکر) ویلي چې زلزلې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۴ ولایتونه زیانمن کړي. ایران او هند افغانستان ته د مرستو لپاره تیاری ښودلی.

زلزلې د افغانستان یو پر درېیمه برخه زیانمنه کړېخلک تر کومه حده له زلزلې زیانمن شوي؟
پارکر وویل زلزله چې ۷،۵ ریچتره پیاوړې وه او مرکز یې د ځمکې د تل په ۲۲۰ کیلومترۍ کې و. دا زلزله د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې پېښه شوې چې ډېر خلک پکې نه اوسېږي او همدا دلیل دی چې تلفات یې هم هغومره ډېر نه دي چې دومره پیاوړې زلزلې یې عموما لري.

پارکر زیاته کړه چې دم ګړۍ د یو ټولیز انځور د لاسته راوړلو په لټه کې یو. موږ تر اوسه نه پوهېږو چې زیانمنو سیمو کې خلکو ته څومره زیان اوښتی. د لومړنیو راپورونو پر بنسټ ۷۶ تنه یوازې په افغانستان کې مړه شوي او څه نا څه ۳۰۰ تنه ټپیان دي.

د امریکا د زلزلو د محاسبې مرکز وايي چې ورته زلزلې به د سلو او زرو تر منځه مړي ولري خو دا تر اوسه ثابته شوې نه ده چې حقیقت کې تلفات څومره دي.

د زلزلې له کبله د کابلجلال‌اباد او کندوزتالقان سړکونه بند شوي. ویل شوي چې د فواید عامې ټیمونه دغو اږدو لارو ته وررسېدلي چې دا لارې پرانېزي.

د یو دولتي راپور په بنسټ د تخار لارې پرانیستل شوې دي. خو دا خبر تر اوسه تائید شوی نه دی. خو د افغانستان دغه سیمې محرومې او لرې پرتې دي او بغیر له لویو لارو نورې لارې جوړې نه دي.

د ښکاره تجربو په اساس له زلزلې څخه د زیانمنو شویو سیمو خلک دارو او لومړنیو طبي مرستو ته اړتیا لري. سربېره پر دې، د څښلو اوبه، غذايي مواد او په بل پړاو کې هغه کسان سرپناه ته اړتیا لري چې نشي کولی بېرته خپلو ورانو شویو کورونو ته ستانه شي.

 زلزلې د افغانستان یو پر درېیمه برخه زیانمنه کړېپېښې سره د افغانستان د دولت چلند
د افغانستان دولت زلزله‌ځپلو سیمو ته تحقیقاتي ټیمونه لېږلي چې د رامنځته شویو زیانونو او د پېښې د قربانیانو په اړه راپور چمتو کړي. ټاکل شوې چې دا راپور به دوه ورځو کې تیار شي. د افغانستان دولت به ورته حال کې د افغانستان د ملي امینت له شورا غوښتي چې د بېلابېلو وزارتونو او نړیوالې ټولنې تر منځ فعالیتونه هماهنګه کړي.

ایران او هند افغانستان سره د مرستې لپاره تیاری ښودلی خو تر څو چې د پېښې څرنګوالی نه وي څرګند، له نړیوالې ټولنې مرسته نشي غوښتل کېدلای.

د ځینو راپورونو پر بنسټ اکثرو زلزله‌ځپلو سیمو کې طالبان فعال دي. دم ګړۍ ټولې هڅې لرو پرتو سیمو سره د اړیکو د ټینګولو باندې متمرکزې دي. باید هغه ورانې شوې لارې بېرته له مرکزونو سره وصل شي تر څو د پېښې یو حقیقي انځور او د قربانیانو دقیق حال څرګند شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.