د ملیشو جوړول؛ یو نوی بحران

د ملیشو جوړول؛ یو نوی بحرانخینو لودیځ او افغان چارواکو ویلي، افغانستان د ځینو لودیځو هیوادونو په مرسته د سیمه ییزو ملیشو د بیا جوړولو په هڅو بوخت دي. دوی وايي، دا ګام د ۳۰ زره محلي پولیس ځواک په پلمه اخستل کېږي.

د اروپايي ټولنې سیاسي دفتر له دې پرېکړې اندېښنه ښودلې او د افغانستان په اوږدمهاله ثبات کې یې دا یوه کاملاً‌ ناسمه پرېکړه ګڼلې ده.

د بدخشان امنیه قوماندان جنرال بابه جان له دې کبله له خپلې دندې استفعا وکړه، چې د ولسي جرګې وکیلان بدخشان ته ورغلي، دده په کارونو کې لاس وهنه کوي، پخوانۍ ملېشې او قوماندانان تحریکوي او په خبره یې چې د طالبانو د ځپلو په عنوان خلک راپاروي او له دې چارې محلي زورواکي او پخواني قوماندانان ناوړه استفاده کوي.

له بلې خوا په وروستیو دوه میاشتو کې ځینې پخواني جنګسالاران په ناامنه ولایتونو کې د پولیسو د مشرانو په توګه د کابل له خوا ټاکل شوي چې ادعا کېږي د ملیشو د تقویې د پروګرام برخه دي.

د ملیشو په پښو درول او ملي ځواکونه کمزوري کول په وروستیو کلونو کې د امریکا یو له سترو اهدافو و، چې غوښتل یې په دې توګه ځینې خپلسري وسله وال په امریکايي وسلو په خپلو سیمو کې اقتدار وچلوي او په هروخت کې ددوی د فرمایشونو تابع وي. خو ویل کېږي چې تېر مهال د امریکا داطرحه بریالۍ نشوه.

اوس یوار بیا له نوي حکومت سره امریکا د هغې طرحې بیا تطبیق ته مخه کړې او په سبب یې په هغو سیمو کې چې پخوانیو ملیشو او خپلسرو قوماندانانو په خلکو ظلمونه کړي، سختې اندېښنې راپیدا شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.