د ملی دفاع وزارت وایی امریکا ورته زړې الوتکې ورکولې

هوايي جهازد ملي دفاع وزارت  تل ویلی چې نړیواله متحدین یې باید د هوایی ځواک په سمبالتیا او جوړولو کې جدی هڅه وکړي. د هوایی ځواک د سمبالتیا او جوړولو مسولیت تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش یاسیګار وایی، امریکا په وروستیو پنځو کلونو کې د افغانستان د هوایی ځواک د پراختیا لپاره د دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرو مرسته کړې ده. د سیګار د معلوماتو له مخې  له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې امریکا د افغانستان د هوایی ځواک د پراختیا لپاره څه باندې یو اعشاریه اته میلیارد ډالر مرسته کړې ده او  د دې تر څنګ یې ۹۳۵ میلیون ډالر د تجهیزاتو او الوتکو  پیرلو ته ځانګړي کړي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری  وایی، امریکا د افغانستان د هوایی ځواک د احیا لپاره تر اوسه ډیره مرسته کړې ده، خو دی نه پوهیږي چې دغه هېواد څومره مرسته کړې ده.

هغه د امریکا مرسته اغیزناکې ګڼی خو وایی په ځینو وختونو کې یې مرسته د دوی د تمې خلاف وي هغه  وایی، امریکا افغانستان ته شل زړې ایټالیایی الوتکې پیرلې وې، خو دوي نه دي اخیستي.

MI-35M چورلکېسیګار  د پنتاګون د معلوماتو پر بنسټ په خپاره کړی راپور کې ویلی  چې امریکا تر اوسه د افغان هوایی ځواک د جوړولو ا او پراختیا لپاره د دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرو مرسته کړې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۱۵ کال په څلورمه ربع کې د امریکا دفاع وزارت د افغان هوایی ځواک د پراختیا لپاره د ۹۲۵ تر ۶۸۳ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه. د سیګار په وینا، د ۲۰۱۶ کال لپاره هم د څه باندې ۵۴۸ میلییون ډالرو غوښتنه شوې وه چې زیاتره دغه پیسې د افغان هوایی ځواک روزنې ته ځانګړي شوي دي.

دا مهال افغانستان یولس  (Mi-35) پنځه دیرش چورلکې لري، .۵۲ mi  17 چورلکې ،۱۶ md 530 چورلکې ،۲۶ سي دوه سوه اته الوتکې، څلور سي یوسلو دیرش الوتکې، هند هم درې او ای پنځه ویشت چورلکې افغانستان ته سپارلي دي، چې د امریکایی ځواکونو په راپور کې ورته اشاره نه ده شوې.

چورلکهد راپور په وینا، امریکا  افغان پوځ ته شل اې نهه ویشت ډوله الوتکې پیرلي خو تر اوسه یې نه دي ور سپارلي.

که څه هم د افغانستان د هوایی ځواک د جوړولو او سمبالتیا له پاره  یوه لسیزه کار شوی خو تراوسه هم دا ځواکونه هغه وړتیا او امکانات نه لري چې د خپل دښمن پروړاندې جګړه وکړي.

د سیګار دغه راپور په داسې حال کې خپریږي چې ویل کیږي افغان هوایی ځواک تر اوسه  له ډیرو  ستونزو سره مخامخ دی، او زیاتره سیمې له دې امله د وسلوالو لاسونو ته لویږي چې پیاوړی هوایی ځواک نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.