د منظور خبره؛ د پښتون د زړه خبره

د منظور خبره؛ د پښتون د زړه خبره

 

پښتنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر لاري منظور پښتون مینوال ور تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

یوازې لر او بر کې نه، بلکې د نړۍ په کچه چې میلیونونه پښتانه دي، منظور پښتون ته ځوان افغان رهبر وايي.

منظور پښتون تېره شپه د شهید ارمان لوڼي له جنازې وروسته یوې لویې غونډې ته په وینا کې ویلي: هېڅکله به پنجاب ته سر ټیټ نه کړي.

هغه ویلي، پنجاب دا وايي، چې په منظور پښتون یې بندیزونه لګولي دي او چېرې نه شي تللی، خو تاسو ګورئ چې زه نن بلوچستان ته په زور راغلم، سبا به هم په زور راځم، بله ورځ به هم په زور راځم، څوک زما د راتګ مخه نه شي نیولی.

د منظور پښتون په خبره، ای اېس آی پښتون مېشتو سیمو کې ټول هغه پښتانه پولیس وژلي، چې دوی سره يې خواخوږي او پښتون سره يې مینه درلوده.

منظور وايي، ټول هغه پولیس اوس د ای اېس ای له لوري په دندو ګومارل شوي چې هغوی ته جاسوسي کوي.

منظور پښتین دا هم ویلي چې د ارمان لوڼي وینه به نه بښي او غچ به یې اخلي.

ارمان لوڼی وړمه ورځ د پنابیو پولیسو لخوا له سختو وهلو وروسته شهید کړای شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.