د (موبي ګروپ) په كارمندانو بريد وغندل شو

دارالامانپه كابل كې د (موبي ګروپ) په كاركوونكو د وسله والو طالبانو بريد په كور د ننه او بهر كې غندل شوى دى. په دغه بريد كې چې تير ماښام د كابل په دارالامان سړك د (علاوالدين) درې لارې كې وشو د (موبي ګروپ)  اوه كارمندان ووژل شول او تر پنځه ويشتو پورې نور ټپيان شول.

د كابل د امنيې قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي چې دا بريد په يوه كاستر موټر چې د (موبي ګروپ) كارمندان يې ليږدول شوى دى.

هغه وايي: (په دغه بريد كې د دوو ښځو په شمول اوه تنه وژل شوي او پنځه ويشت نورټپيان دي.)

ويل كيږي د دغه بريد قربانيان ټول د (موبي ګروپ) د دوبلې برخې كارمندان دي چې اوه يې وژل شوي او شل نور يې ټپيان دي. د پنځو نورو ټپيانو په اړه څه نه دي ويل شوي.

طلوع تلويزیونطلوع تلويزیوند طلوع تلویزیون چارواكي وايي د ډوبلې د برخې یوه نجلۍ، د ګرافیک د برخې یوه نجلۍ، د ویډیو یو اډیټر، یو تصوير اخيستونكى او یو موټرچلوونكى  وژل شوي دي. طالبانو د دغه بريد مسوولیت منلی دی.

دا بريد د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا چې اوس په سويس كې دى غندل شوى  او وايي حكومت به له هغو كسانو سره سوله ونه كړي چې د افغانستان خلك وژني .

همدا راز اجرايي رييس عبدالله عبدالله د پيښې له ټپيانو څخه د ليدنې پروخت وويل: (د رسنیو پر غړو چې په سختو شرایطو کې خلک له پيښو خبروي، برید کول په حقیقت کې د طالبانو او ترورستانو اصلي څیره په ډاګه کوي چې په هیڅ دیني او مدني ارزښت باور نه لري.)

پخواني ولسمشر حامد كرزي هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا بريد غندلى دى. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت هم دا بريد غندلى دى. طالبانو د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې كه طلوع تلويزيون په خپله خپرنيزه تګلاره كې بدلون رانه ولي نو دا به په دغه بنسټ وروستى بريد نه وي.

طالبانو له هغه وروسته څه موده مخكې طلوع تلويزيون ته خبردارى وركړچې د طالبانو په وينا په كندز كې د نجونو په ليليه كې د طالبانو د جنسي تيرى خپور كړ چې وروسته طالبانو او د كندز پوهنتون مسولينو او عامو خلك هم رد كړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.