افغان حکومت پاکستان کې له طالب استازو سره د پاکستانیو چارواکو د لیدنې غبرګون کې په رسمي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته شکایت کړی دی.
بي بي سي ویلي: اسلام اباد ته دطالبانو ددې احتمالي سفر په ضد ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته یو رسمي شکایت لېږلی او ویلي یې دي چې اسلام اباد ته د طالبانو ددې سفر په اړوند دافغانستان حکومت سره هیڅ راز مشوره نه ده شوې.
تر اوسه طالبانو او د پنجاب حکومت د افغان دولت د دې شکایت په اړه څه نه دي ویلي.
خو بهرنیو چارو وزارت د مسکو ناستې غبرګون کې ویلي و، طالبان حق نه لري چې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي، ځکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې دي.
د پاکستان ناسته د هېواد په کچه د افغانانو له توند غبرګون سر مخ ده چې په وینا یې طالبان حق نه لري چې پاکستانیو چارواکو سره خبرې وکړي.
شنونکي باور لري چې پاکستان هېڅکله د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې رښتینی نه و او نه به په خپله تګلاره کې بدلون راولي.
افغانان پاکستان ته د افغانستان د ویجاړۍ او بربادۍ د بنسټګر او سر لاري په سترګه ګوري
Leave a Reply