د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو ډلې لخوا افغانستان کې د حکومت پر ضد د الفتح په نوم اعلان شوي عملیات غندلي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د طالبانو دا کار به یوازې ملت ته زیان ورسوي.
امنیت شورا ټینګار کړی چې د دې شورا غړي افغانستان کې د تل پاتې سولې له تامین ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د سولې له رامنځته شوي فرصت استفاده وکړي.
بلخوا د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی دريځ ستایلی دی.
Leave a Reply