د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي چې په څلورو شمالي ولايتونو كې په تيرو نهو مياشتو كې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي ۹۰۰ پيښې ثبت شوې دي. دا كمسيون وايي په تير كال كې په دې ولايتونو كې د تاوتريخوالي پيښې ۷۰۰ وې.
په داسې حال كې چې د روان كال درې مياشتې لاپاتې دي د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي په تيرو نهو مياشتو كې په بلخ، جوزجان، سرپل او سمنګان كې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي پيښې ۹۰۰ ته رسيدلې دي.
په دې پيښو كې د ښځو وژل، شكنجه وهل او ډبول، ځان وژنه، جبري او له ټاكل شوي وخت مخكې د نجونو ودول هغه څه دي چې د بشري حقونو خپلواك كميسيون ترې يادونه كوي. بلخوا ويل كيږي چې په دې زون كې د نارينه پر وړاندې د ښځو تاوتريخوالي كچه راټيټه شوې ده.
په شمال كې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون سيمه ييز مسولين وايي چې په تير كال كې د نارينه پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۲ شكايتونه ثبت شوي وو، خو سږ كال دا كچه اوه ده. دا چارواكي وايي چې د نارينه وو ډير شكايتونه د ښځو له ناوړه چلند او كله كله د ښځو له خوا د نارينه ډبول ښودل شوي دي.
Leave a Reply