د ناکامې طرحې پایله، ناکام حکومت

د ملي یووالي حکومتد ملي یووالي حکومت د یوشمیر نړیوالو سازمانونو له ارزونو هم ناکام راووت. هغه حکومت چې مشرانو یې خلکو او نړیوالو ته خوراډیرې ژمنې ورکړې وې. د روڼتیا د نړیوال سازمان د وروستي رپوټ له مخې افغانستان نه یوازې په شفافیت او د فساد د مخنیوي په برخه کې پرمختګ نه لري بلکې خپل پخوانی ځای یې هم نه دی ساتلی او د شفافیت د یوه امتیاز په له لاسه ورکولو سره د نړی دوهم فاسد دولت پیژندل شوی دی.

تر افغانستان مخکې یوازې دوه دولتونه «سومالیا او شمالي کوریا » دي سومالیا له کلونو کلونو را په دیخوا د یوه ملي حکومت له نشتوالي سره مخ دی او شمالي کوریا ته ځکه دا مقام ورکړل شوی چې له نړیوالو او په تیره بیا لودیځ سره ښکر په ښکر دی.

ډیری کارپوهان وايی په شمالي کوریا کې ستونزه په دې کچه نه ده چې دا هیواد دې لومړی درجه فاسد دولت کړي بلکې له نړیوالو او په تیره بیا امریکا سره د دغه هیواد د سیاستونو ټکر د دې لامل شوی چې دا هیواد په یوه فاسد دولت وشمیرل شي، خو افغانستان بیا دا سې نه دی د ملي یوالي حکومت د نړیوالې ټولنې او په تیره بیا امریکا متحده ایالاتو په مستقیمه مهربانی رامنځ ته شو.

د افغانستان بله ناکامه پارچه د بشري حقونو د څار سازمان را وایسته، دغه سازمان د رپوټ په خپرولو سره ویلي چې حکومت د بشري حقونو په رعایت، بیان آزادی، ملکي خلکو په خوندیتوب او د ښځو د حقونو په برخه کې ډیرې نیمګړتیاوې لري.

د رپوټ یوه لویه نیوکه په افغانستان کې د ملیشو جوړول دي چې د حکومت اوسنیو مشرانو او په تیره بیا عبدالله عبدالله په شمال کې جوړې او تمویل کړې، خو د دغه ملیشې چې د جمعیت ډلې پخواني قوماندانان او غړي دي حکومت او قوانینو ته هیڅ ځان مسول نه ګڼي. د بشري حقونو د څار سازمان وايی دا ملیشې غیر قانونی کړنې او د خلکو په وژنه لاس پورې کوي چې دغه کار د خلکو پروړاندې د حکومت باور کم کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمانحقیقت دادی چې اوسنی حکومت له هغه څه نه هم ډیر ناکام دی چې خلک یې ګڼي، د شفافیت د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان وروستي رپوټونه ښیي چې حکومت د تیرولاس ته راوړنو په ساتنې کې هم پاتې راغلی دی.

افغانستان شمالي کوریا په شان له لودیځ سره کومه تربګني هم نه لري چې د داسې رپوټونو په خپرولو سره يی نړیوال دریځ پیکه کړي او یا زیان ورورسوي، بلکې دا یو تریخ حقیقت دی چې د تیرو څو کلونو په پرتله جګړه پراخه شوې او د هیواد په ډیرو سیمو او په تیره بیا شمال کې جګړې د تنظیمي جګړو وخت ته ورګرځیدلې دي. که اوسني مشران د روانې جګړې بڼه بدله نه کړي او د ملیشو مخه ونه نیسي ښايي داجګړه چې اوس یوازې په څو سیمو کې ده نورو ځایونو ته هم پراختیا ومومي.

د افغانستان خلک اوس له یوه داسې حالت سره مخ دي چې نه په حکومت باور کولای شي او نه له حکومت د باندې ډلو او  کسانو ځکه ټول ازمویل شوي، خلک اړدي چې په رضا وي او که زور دا هرڅه په سړه سینه  وزغمي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.