د ننګرهار د قومونو یووالي او همغږۍ شورا، مدني ټولنو او قومي مشرانو د سولې په تړاو د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکټر محب له دریځه ملاتړ اعلان او پر بین الافغاني سوله يې ټينګار وکړ.
محب تېره اوونۍ ويلي و، چې امريکايي استازي زلمي خلیلزاد غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.
د ننګرهار قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو وویل، چې د سولې د پټو او پردې ترشاه مذاکرات اندېښمن کړي، بايد په دې تړاو هر ډول خبرې له افغان حکومت سره وشي.
د ننګرهار د قومونو د یووالي او همغږۍ شورا رییس لعل اغا کاکړ يادې غونډې ته په خبرو کې وويل، ولسونه د نظام او ولسمشرغني د کړنو ملاتړي دي او د داسې بین الافغاني سوله غواړي، چې د افغانستان وروستۍ لاسته راوړنې په کې خوندي وي.
کاکړ وويل: “نه موقت حکومت غواړو او نه د پردې تر شاه مذکرات منو، که سوله زموږ لپاره وي، نو بايد پرېښودل شي، چې بین الافغاني وي. محب لومړنی افغان لوړپوړی چارواکی دی چې ملي دريځ يې نيولی او د امريکا په څېر يوه بیاوړي هېواد ته يې په زغرده ځواب ورکړی دی.”
اخوا د شينوارو قومي مشر چترال همت شينواري وويل، د سولې په مذاکراتو کې بهرنۍ لاسوهنې د منلو وړ نه دي، طالبان بايد له خپلو افغانانو سره لکه د ورونو په څېر پر يو ټغر کېني او سوله وکړي.
همت يادونه کړه، د ملي امنیت شورا سلاکار د افغان ولس د خولې خبره امريکا ته کړې؛ ځکه يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خبرو ملاتړ کېږي.
د يادولو ده، له دې مخکې يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ملي امنيت شورا د سلاکار د وروستيو څرګندونو په غبرګون غونډې شوې دي.
Leave a Reply