د ننګرهار بريد پاى ته ورسيد

د ننګرهار بریددا بريد چې نن سهار تر يوه ځانمرګي بريد وروسته پيل شوى و تر غرمې پورې يې دوام وكړ او د درېيو بريد ګرو په وژلو سره پاى ته ورسيد.

د ننګرهار چارواكي وايي لومړى سهار نهه بجې وسله والو د پوليسو په يوه موټر ځانمرګى بريد وكړ او درې نور وسله وال د پاكستان قنسلګرۍ ته څيرمه يوه ميلمستون ته ننوتل.

د ننګرهار محلي چارواكي وايي په دې بريد كې ټول اوه امنيتي سرتيري وژل شوي او اوه نور ټپيان دي. سرچينه وايي په بريد كې درې ملكي وګړي هم ټپيان شوي دي.

تراوسه د دغه بريد مسولي چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.