د ننګرهار قومي مشرانو د حافظ سعید خان آس ولسمشر ته ډالۍ کړ

ارګ وایې: د ختیځ ننګرهار ولایت قومي او مذهبي مشرانو د “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې د یوه وژل شوي قومندان حافظ سعید خان اس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ډالی کړ،خو دا یې نه ده روښانه کړې سمیزیو مشرانو دغه آس له کومه تر لاسه کړ.

په افغانستان او پاکستان کې د “اسلامي دولت” (داعش) نومې سخت دریځې ډلې مشر حافظ سعید خان د ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۰مه د داعش اړوند (خراسان) څانګه اعلان کړه.

د دغې ډلې د لیدلوري پربنسټ، د “خراسان ولایت” په قلمرو کې افغانستان، پاکستان او “شاوخوا سیمې” شاملې دي.

د خراسان ولایت مشرانو د “اسلامي دولت” نومې ډلې له مشر ابو بکر البغدادي سره د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې بیعت وکړ.

حافظ سعید مخکې له دې چې له داعش سره یوځای شي، د “تحریک طالبان پاکستان” د ډلې یو جګپوړی غړی و او د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې یې له ابو بکر البغدادي سره بیعت وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.