د ننګرهار ولایت له پاره نوې ودانې جوړه شوه

ننګرهارد ننګرهار ولایت له پاره نوې ودانې جوړه شوه. په دغه ودانې د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا شپږویشت میلیون افغانی لګښت راغلی چې په دوو کلونو کې یې د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د ننګرهار چارواکي وایی دا ودانې په درېیو پوړونو کې جوړه شوې چې (۴۳) خونې او دوه د غونډو تالارونه لري. د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وایي ډیر ژر به د ولایت دفترونه دغه نوې ودانې ته ولیږدول شي.

د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري چې د دغه ودانې د پرانیستلو په موخه جلال آباد ښار ته تللی و وایی د جلال آباد ښار به پراخ شي او په پام کې ده چې د اعلیحضرت غازي امان الله خان مقبره هم په نوې بڼه جوړه شي.

د ننګرهار د ولایت اداري ودانې د منځمهالې ادارې پروخت د لاریون کوونکو له خوا وسوځول شوه او تراوسه یې په هماغه زړه ودانې کې چارې پرمخ وړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.