د ننګرهار پوهنتون ترهګر مبلغین

د ننګرهار پوهنتون ترهګر مبلغیند جمهوري نظام ضد غږ چې له ننګرهار پوهنتون پورته کېږي، دولت باید پوه شي، چې دوی پخپله ټوکرۍ کې سوزان بوټی کرلی دی او هرسهار د یو ګل په نامه د زهرو بوټي ته اوبه ورکوي.

پرونۍ مظاهره د هغه خطر یو تکراري پیغام دی، چې هره ورځ د ننګرهار خلک، مدني فعالان او د درست افغانستان زیانمن خلک یې حکومت ته د مخنیوي زارۍ کوي. له ځوانانو سره د حزب، طالبانو، داعش او حتی القاعده بیرغونه وو. ظاهراً له شپږو میاشتو راهیسې د اعاشې اباطې د ځنډ لامل د دې مظاهرې انګېزه وه، خو په حقیقت کې د ډوډۍ په بیه څوک د القاعده او ترهګرو توغ نه لیږدوي. دا علمي‌ مرکز د نظام ضد جګړې لپاره جنګیالي تربیه کوي او له دې لارې ټول افغانستان ته د یو بالقوه خطر دلیږد ګواښ‌دی.

په دې پوهنتون کې ددرست افغانستان په تېره د اور په کرښه د ولاړو ولایتونو محصلین راټول دي، ددوی ذهنونه د ریاضي، فزیک، قانون، او ژورنالېزم درس نه جذبوي ددوی ذهنونه د نظام پرضد پړسول کېږي. د پوهنتون په لیلیه کې دیره محصلین یو لوی شمېر یې له تودو بسترو او خوراک څښاک څخه د موقع په توګه استفاده کوي او هره نظام ضد غونډه یې د افغانستان ثبات ته یو خطرناک ګواښ‌دی.

د ننګرهار پوهنتون اصلي واکمنه علمي شورا ده. کله چې د ډاکتر نجیب الله حکومت سقوط وکړ، حزب اسلامي په ننګرهار پوهنتون کې ځاله وکړه، دو خت په تېریدو یې هلته خپل خلک د استادانو په توګه دننه کړل او د عمل ابتکار یې لاس کې واخیست. غټان په یوه او بله لاړل او یاځینې یې اوس هم فعال دي، خو دوی د سخت دریځو محصلینو یو بل نسل وزیږاوه، هغوی یې استادان کړل او اوس د پوهنتون تر درسونو زیات د جنګي فکر او حکومت خلاف تحریک د غښتلي کولو لپاره هڅې روانې وي.

نوی نسل په دریو برخو وویشل شو: د حکمتیار د نظریاتو او دولت ضد نظریې پلویان، د کوټې شورا ملاتړي طالبان، او حتی له القاعده سره متوصل ځوانان. نوي نسل چې پرون یې په رڼه میدان امارت غوښت، خلافت یې غوښت، طالب یې غوښت او جمهوري نظام یې کفري نظام ګڼلو دا د ایډیالو سخت دریځو محصلینو د زړونو اواز وو. دوی د حکومت تر ږیره لاندې د نظام د بربادۍ لپاره شیبې شماري او انرژي مصرفوي.

مخکې له دې چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو دویمه ډله د موجودیت اعلان وکړي، شپه مهال د ننګرهار پوهنتون په جومات کې د محصلینو یوه غټه غونډه کې له ملا اختر محمد منصور سره محصلینو خپل بیعت اعلان کړ. پخوا تردې دې ډلې محصلینو له کوټې شورا سره په تیرو څو کلونو کې په مسلسله توګه رابطه ساتلې ده.

د ننګرهار په دننه کې د سخت دریځو هسته له مصونیت برخمنه ده. دوی په ملي شورا کې د ننګرهار له وکیلانو سره ژورې اړیکې لري، داسې بېلګې ډېرې دي، چې دوی له دولتي مافیا سره مشراکتونه رامنځ ته کړي دي. کله چې ملي امنیت کوم محصل د ورانکارۍ یا چاودنې په توګه ونیسي د ننګرهار غټان یې د خلاصون لپاره زغلي او ولایتي اداره نشي کولای د یو برحق عمل لپاره د مسلمیار، حضرت علي، حاجي قدیر، انجنیر غفار او نور یې مخې ته ودرېږي.

دا غټان پرحکومت د خپلو شخصي مفاداتو او مافیايي تحرکاتو لپاره داسې یو احساساتي ځواک ته ضرورت لري،‌ چې په هیڅ بندوخلاص نه وي. د پوهنتون هسته د محصلینو په ولکه کې نده، محرک ځواک یې د شرعیاتو، حقوقو او ځینې نورو پوهنځیو افراطي استادان دي، چې تر استادۍ ډېر د جنګي مفکورې د ترویج او د محصلینو له منځه دجنګي لشکرکشیو لپاره فعالیت کوي.

منګل شیرزاد ددغو استادانو مخکښ یې دی، هغه په ښکاره په رسنیو د نظام ضد تبلیغات کوي خو کله هم د ملي امنیت نقشه وربرابره نشوه. په وروستیو کې د نسبي تغیراتو لپاره ببرک میاخیل د پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو، خو هغه له وړاندې زیانمن کرکټر دی. دی چې د ژورنالېزم پوهنځۍ استاد و، څو محصلین یې د ترهګریزو فعالیتونو یا نورو تخریشوونکو اعمالو په سر محروم کړل، محصلینو د میاخیل موټر ته بم کیښود، میاخیل وژغورل شو خو دوه ملګري یې ټپیان شول.

میاخیل اوس یو سیاسي ریس دی، خو بیا هم له محصلینو سره نږدې رابطه او تدریسي اداري چارې د یو خطرناک حکمتیار پلوي په لاس کې دي. یوار ددې پوهنتون یو بل استاد صابر مومند محصلینو ته ویلي و، چې د پوهنتون چاپېریال علمي چاپېریال دی، چې سیاسي نظام ضد فعالیت پکې نه ښايي، هغه یې په مرګ تهدید کړ.

د کابل پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنتون ریس امان الله امیرزی چې پخوا ننګرهار پوهنتون کې دنده لرله وايي ((‌زه اوس ایله پوه شوم چې د پوهنتون ریس یم، پخوا مې د یوې دیني مدرسې معلمي کوله)) امیرزی په ننګرهار پوهنتون کې د دندې پروخت څو ځله د محصلینو تر بمي بریدونو لاندې راغلی او حتی کورنۍ یې ګواښل شوې ده.

د پوهنتون ځنې استادان وايي، تاسو نشی کولای په لوړ غږېدونکې د طالبانو ترانې دې شنو ونو منځ او لیلیه کې خاموشې کړی دلته تحرکات د یو جنګي کمپ یا روزنځای په توګه دي. ځکه چې تاسو هڅه کوی د ننګرهار پوهنتون شخړه د ننګرهار په کمزورې او تریوځایه تسلیم او سازش کړې اداره باندې حل کړئ، ددوی په باور دا ستونزه د کابل څخه د کشفي ارګانونو په ګډون د یو باصلاحیته او قاطع پلاوي په څېړنه او عملي‌اقدام سره حل کیدای شي. دوی وايي، دلته ډیر داسې استادان او محصلین شته، چې هیواد ته د خیانت او جنګي مجرمینو په توګه باید ابدي په زندان کې ولویږي خو نن ورځ د پوهنتون محترم خلک دي.

د ننګرهار پوهنتون منځلاري محصلین وايي: لطفاً دا پوهنتون وتړئ، موږ د نور هیواد پوهنتونونو ته انتقال کړئ، ډوډۍ مه راکوئ، لیلیه مه راکوئ خو درس راکړئ. دوی وايي، موږ د سخت دريځو استادانو او محصلینو له خوا یرغمل یو. په زور مو مظاهرو ته باسي، درسي خونې وتړي، په طاقونو کې یې د طالبانو، حزبیانو او داعش حلقې جوړې کړې، مخالفت څه چې نه همکارۍ په ترڅ کې مو هم تهدیدوي حتی دا ډلې زموږ د ترور پرېکړې کوي. دوی وايي تاسو د طالبانو یو مرکز ته د خلکو اولادونه رالیږلي چې انجنیران، حقوق دانان یا ژورنالستان شي خو تاسو به د همدې ځالې څخه د نظام د تباهۍ ننداره وکړئ.

په نوي مهال کې په ننګرهار پوهنتون کې د ماسټرۍ او دکتورا په کچه زده کړې پیل شوې دي، دې برخې ته اکثره جذبیدونکي د نورو ولایتونو د پوهنتونونو استادان دي. دننګرهار پوهنتون سخت دريځې شبکه به په ډیرې اسانۍ دا استادان هم په ولکه کې واخلي، دوی به په بېلابېلو علمي مراکزو کې خواره شي او څلور کاله وروسته به دولت د خپلو پوهنتونونو په افت اخته شي. هغه وخت به دولت د کادرونو په جامه کې د نظام وسله وال جنګیالي روزلي وي او د نړۍ د ترهګرو ترټولو خطرناک شبکه به یو لوی نسل یرغمل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.