د ننګرهار پوهنتون شل جريبه ځمكه غصب شوې

ننګرهارد لوړو زده کړو وزيره وايي د يوه مشخص درسي نصاب د جوړولو په موخه  د ټولو پوهنتونونو پر نصاب بياکتنه پيل شوې ده. د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند ننګرهار ته د سفر پرمهال د ننګرهار له پوهنتون څخه ليدلي او وايي په اوسني درسي نصاب کې ځينې ستونزې شته او بايد اصلاح شي.

هغه وايي: ((موږ پر درسي نصاب بياکتنه پيل کړې؛ څو اصلاحات په کې راولو، غواړو په ټولو پوهنتونونو کې يو ډول درسي نصاب ولرو.)) مومند وايي د ننګرهار پوهنتون په درسي نصاب کې هم ستونزې شته، خو د لوړو زده کړو وزارت پلاوى به له استادانو او محصلينو سره په مشورتي غونډو کې ځينې داستونزې حل کړي.

د دې په وينا، له استادانو سره په مشوره په لوړه کچه د درسي نصاب ستونزې په وزارت کې تر بحث وروسته اصلاح کېږي.

د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک مياخېل وايي د پوهنتون د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه يې هڅې پيل کړې دي.دى وايي: ((د پوهنتون شمالي لوري ته د پوهنتون کابو ۲۰ جريبه ځمکه غصب شوې ده، موږ په دې تړاو هڅې پيل کړي، څو بېرته يې راوګرځوو.)) د لوړو زده کړو وزيرې د ننګرهار پوهنتون بېلا بېلې برخې كتلې او د اړوندو پوهنځيو د استادانو او محصلينو غوښتنې يې اوريدلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.