د نورستان په څیم دره کې د سیلانیانو لپاره هوټل جوړ شو

د نورستان په څیم دره کې د سیلانیانو لپاره هوټل جوړ شو

د نورستان ولایت په څیم دره کې د کرکټ ملي لوبډلې د دوو لوبغاړو کریم صادق او افتاب عالم لخوا د سیلانیانو لپاره هوټل جوړ شوی دی.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د نورستان له سیمه ییزو مسوولینو مننه کړې چې د هوټل جوړېدو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم چې د هوټل پرانیستي مراسمو کې يې برخه اخېستې وه ویلي، هڅه کوي د نورستان نورو سیمو کې هم ورته هوټلونه او سیل ځایونه جوړ کړي.

نورستان د هېواد یو له سمسورو ولایتونو څخه دی چې زیات افغانان هلته د ورتللو لېواله دي، خو خراب امنیتي وضعیت ددې لامل شوی چې خلک نورستان ته له تللو ډډه وکړي.

د نورستان اوسېدونکي وايي، که دغه ولایت کې امنیت تامین شي، له نړۍ به سیلانیان ورشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.