د (نى) عجيب دريځ !

نید رسنيو خپل منځي اختلاف د دې لامل شوى چې حتى د خپل ګډ دښمن په اړه هم يو دريځ نه شي خپلولاى. كه څه هم ښايي ډيرې رسنۍ د نړيوالو قوانينو په پام كې نيولو سره ښايي ډيره ستونزه ونه لري، خو وسله والې ډلې او زورواكان او په ډير لږ وخت كې حكومتي ادارې د دوى پروړاندې ستونزه جوړه كړي.

خو ډير كله رسنى په تيره بيا آزادې رسنۍ چې لومړى خبره كوي په دې نه دي توانيدلي چې د مسايلو په اړه يو دريځ ونيسي. د دې ډول اختلافاتو يوه ښه بيلكه د وسله والو طالبانو سره د چلند په اړه د رسنيو ويشلي دريځونه دي. د يو شمير رسنيو مسولين وايي چې طالبان بايد تحريم شي او د ټولو فعاليتونو له خپرولو يې بايد ډډه وشي، خو يو شمير نور بيا دا كار ناشونى ګڼي.

په طلوع د وسله والو طالبانو تر بريد وروسته د رسنيو او رسنيو د اړونده ادارو ترمنځ اختلافات د تير په پرتله ډير بربنډ شول . د ژورنالستانو د فدراسيون په جوړه شوې ناسته كې يو شميركسانو د ځينو رسنيو او يو شمير خبريالانو په كړنو او سلوك نيوكې درلودې، خو يو شمير نورو له قيد او شرط پرته د طالبانو د خبرونو تحريمول غوښتل. همدا اختلافات د دې لامل شول چې دغه فدراسيون په دې اړه روښانه دريځ ونه لري او هسې يې خبره تيره كړه.

په دې اړه د ډيرو رسنيو دريځونه او غوښتنې يوشان وې، خو يو شمير بنسټونو بيا بل ډول غوښتنه درلودې. په دې كې يوه هم د نى يا آزادو رسنيو د ملاتړ اداره ده چې د يوې غونډې په ترڅ كې يې ګواښ وكړكه حكومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه كوټلي ګامونه وانخلي نو د سولې د پروسې په اړه به د خبرونو له خپرولو ډډه وكړي. په بلخ كې د (نى) مسول حكومت او طالبان په يوه كتار كې راوستل، هغه حكومت چې رسنيو يې په بستر كې وزوكيدې، رالويې شوې او ځينې لانيژدې دي بلوغ ته ورسيږي او هغه طالبان چې په رسنيو يې بنديز ولګاوه، بندې يې كړې، خبريالان يې وګواښل ويې وژل او لايي هم وژني.

سوله يوه اړتيا ده او حقيقي اړتيا كه حكومت او ورسره متحدين يې توانيدلى چې د جګړې له لارې هيواد كې امنيت راولي نو په تيره يوه لسيزه كې به يې راوستى و.

د ژورنالستان د فدراسيون په غونډه كې هم د (نى) مسولينو په دې ټينګار درلود. د (نى) دا دريځ هم د دغه بنسټ د مسولينو د نورو پريكړو په شان د تنظيمي او اتنيكي تمايلاتو زيږنده ده، هغه څه چې د دغه بنسټ په ټولو پريكړو كې له ورايه ښكاري.  په افغانستان كې ډير خبريالان اوس (نى) ته د رسنيو د ملاتړ اداره نه بلكې د يوه تنظيمي دفتر په توګه ګوري او د پريكړو په اړه يې هم بې تفاوته وي. دا چې د (نى) پريكړې ولې د ټولو رسنيو له خوا نه عملي كيږي او ورته ارزښت نه وركوي لاملونه يې ډير دي خو له ځينو يې دلته يادونه كوو:

نى په خپلو ټولو فعاليتونو كې ټولو رسنيو ته په يوه سترګه نه ګوري (له ټولو رسنيو سره يي ملاتړ يو شان نه دى) د يو شمير رسنيو خبريالان كه هسې وهم ګواښل شي دوى يې په اړه غبرګون ښودلى، غندلى يې دى او حتي له حكومتي چارواكو او يا ډلو يې مشخصې غوښتنې كړې دي، خو د يو شمير نورو په اړه بيا هيڅ ځان نه خبروي. په دې اړه ويلاى شو په بلخ كې د شمشاد تلويزيون د څانګې د سوځيدلو او په كابل كې د ژوندون تلويزيون د خبريالانو ګواښل او حتى وهل ياد كړو چې (نى) يې په اړه هيڅ غبرګون ونه ښود په داسې حال كې چې دوى ځان له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره ګڼي.

صديق الله توحيدي(نى)  د جوړيدو را په ديخوا چې د امريكا متحده ايالاتو په مليونو ډالره پانګه يې تراوسه ترلاسه كړې د يوې محدودې كړى په لاس كى دى. د دوى په هره پريكړه د جمعيت سيورى له ورايه ښكاري. صديق الله توحيدي چې د جمعيت اسلامي غړى دى د برهان الدين رباني په حكومت كې د باختر آژانس د رييس په توګه كار وكړ. هغه له څو كلونو را په ديخوا د دغه بنسټ مسول دى، په داسې حال كې چې د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې مسولين بايد غير حزبي كسان وي ترڅو د رسنيو په آزادۍ عقيده ولري، خو صديق توحيدي په ښكاره له دې اصولو بهر دى.

كله چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ تيرو ټاكنو له پاره ځان كانديد كړ نو يو شمير جمعيتيانو يې په اړه تند غبرګون وښود او هغه يې د جمعيت كانديد ونه ګاڼه چې په دې كسانو كې صديق توحيدي هم و. د رسنيو د ټوليز دريځ په اړه پريكړه كوونكي بايد غير سياسي كسان وي، خو د نى مسول تراوسه هم په داسې حال كې چې دا مسوليت يې پرغاړه درلود د عبدالله عبدالله په استازيتوب د ټاكنيزو اصلاحاتو د كميسيون غړى وټاكل شو.

وړانديزونه : د دې له پاره چې رسنۍ د ټولو ګواښونو په اړه متحد دريځ ولري نو اړتيا ده چې د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې او آزادو ژورنالستانو او خبريالانو د نورو بنسټونو مسوليت داسې كسانو ته وسپارل شي چې لږ ترلږه په دموكراسۍ عقيده ولري، هغه عقيده نه چې يوازې په خوله يې وايي بلكې په عمل كې هم  له تبعيض او تعصب څخه ډډه وكړي.

ژورنالستصديق توحيدي ته ښايي چې نور له دې مسوليت لاس واخلي او ورشي په ښكاره له عبدالله عبدالله سره خپل سياسي فعاليتونه پرمخ يوسي. د آزادو ژورنالستانو د اتحاديې مشري بايد  فهيم دشتي ليرې او پرځاى يې يو رښتينۍ ژورنالست وګومارل شي چې له سياسي او تنظيمي مخينې پاك وي.

پايله : كه د رسنيو د ملاتړ ادارې او د خبريالانو اتحاديې همداسې د يوې ډلې په لاس كې وي او د ورځې خبريال او د شپې چريك  وي نو د رسنيو او خبريالانو ترمنځ اوسنى واټن به لا ډير او ښايي په اړه يې غوڅ دريځ ونيول شي چې نور نو د (نى)  دفتر د آزادو رسنيو د ملاتړ بنسټ نه بلكې د يو څو رسنيو د ملاتړ اداره وبلل شي.

خبريالانو ته او په تيره هغو خبريالانو ته چې د فهيم دشتي په اتحاديه كې نه دي او يايې نه خوښوي ښايي چې له سره د يوبل تشكيل د جوړولو په لټه كې شي ترڅو د خبريالانو او رسنيو په برخه كې د دغه تنظيمي بنسټونو پريكړې وننګوي او آزادې رسنۍ او خبريالان په رښتيني مانا خپلواك پاتې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.