د هرات ـ کندهار پر لویه لار چاودنې ۳۴ ملکیان شهیدان کړي محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د هرات کندهار پر لویه لار فراه ولایت ته نږدې شاوز سیمه کې د ملکي وګړو په یو لوی بس د سړک غاړې ماین چاودلی چې له امله یې ۳۰ ملکیان شهیدان شوي دي او له ۲۰ زیات ټپیان دي. سیمه کې عیني شاهدانو ویلي: وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان هم شتون لري. وژل شوي ټول ملکي وګړي دي. د مسافرو دغه لوی بس له هرات ولایت څخه کابل ته پر لاره و. پرون هم د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو منځ کې ماین چادنه کړې وه چې درې ماشومان يې شهیدان کړي و او ۲۰ یې ټپیان کړي وو.
Leave a Reply