د هلمند خانشین ولسوالي هم د وسله والو لاس ته ولویده

خانشین هلمندرپوټونه وايی تیره شپه سلګونو طالبانو په خانشین ولسوالۍ برید وکړ چې له امله یې دولتي ځواکونه اړشول چې د ولسوالي وداني څخه شاته شي.

په هلمند کې یوه امنیي سرچینه وايی چې په دغه برید کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو تراوسه یې کره شمیر نه دی ښودل شوی، خو بل خوا د خانشین ولسوال وایی چې د ولسوالې له ودانې وتلي، خو طالبانو هم نه ده نیولې.

دا دوهمه مهمه ولسوالي ده چې وسله وال یې په هلمند کې نیسي تر دې وړاندې د موسا کلا ولسوالي هم وسله والو نیولې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.