د هند صدراعظم افغانستان ته راځي

نرندا موديهندي سرچينې وايي، کابل او ډهلی د اړیکو له نسبي ځنډ وروسته یو نوي او متفاوت پړاو ته داخل شوي او په دې ترڅ کې د هند صدراعظم نرندا مودي پریکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان سفر وکړي. کابل ته د هند د صدراعظم سفر له لسیزو وروسته نوی ګام دی، چې فکر کېږي، دهندوستان حاکم ګوند غواړي د من موهنسنګ د تګلارې خلاف په جراًت سره له افغانستان سره د اړیکو پاللو لاره خپله کړي.

خبري سرچينې وايي، دواړه لوري د سفر په جزیاتو خبرې کوي او یوازې وخت په دقیقه توګه ندی ټاکل شوی. دا سفر په داسې حال کې راپور شوی، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ډیلي ته دوه ورځنی سفر درلود او د هند د ملي امنیت له سلاکارسره له لیدنې علاوه له نورو هندي نظامي چارواکو سره یې ولیدل او د افغانستان د نظامي ځواکونو د تجهیز او اکمال په برخه کې یې ددغه هېواد توجه وغوښته. په دغه سفر کې اتمر له هند سره د دریو هلیکوپترو د قرارداد پرسر خبرې وروستۍ کړې او له افغان ځواکونو سره یې دهند مرسته ځکه ضروري وګڼله چې وسله وال یاغیان پرافغانستان سربیره دسیمې نورو هېوادونو ته په چټکۍ د پراخیدو په لټه کې دي.

له هند سره د افغان دولت د اړیکو بیا غښتلتیا له هغه وروسته رنګ اخلي،‌چې نوي افغان حکومت یو کال له پاکستان سره د طالبانو پرسر د سولې لپاره هر راز هڅې جاري وساتلې،‌ خو اوس داسې ګمان کېږي، چې پاکستان د طالبانو د مهار کولو او د سولې میز ته کینولو ته لیوال ندی. خو په عین وخت کې له هندوستان سره د افغانستان د اړیکو بهبود د پاکستان تر شدیدو نیوکو لاندې دی او پاکستان په ژوره توګه له دغو اړیکو په ویره کې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.