د هند لومړى وزير سبا كابل ته راځي

موديد هند لومړى وزير نرندرا مودي به سبا كابل ته راشي. په كابل حكومتي سرچينې وايي چې نوموړى به له ولسمشر محمد اشرف غني اجرايوي رييس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد كرزى او يو شمير نورو چارواكو سره وګوري. د نرندرا مودي د سفر له پاره په كابل كې له څو ورځو را په ديخوا چمتووالى نيول شوي دي. نرندرا مودي به سبا په لسو بجو د كابل په هوايي ډګر كې هغه  الوتكې هم عبدالله عبدالله ته وسپاري چې په دې وروستيو كې هند له افغان ځواكونو سره مرسته كړې ده.

مودي به دغه راز د افغانستان د ملي شورا نوې ودانې هم پرانيزي چې د دغه هيواد په ۲۲۰ مليون ډالره مرسته جوړه شوې او تر نوي سلنه پورې ېي كارونه بشپړ شوي دي. كه څه هم ويل كيدل چې په دې سفر كې به د هند لومړى وزير د سلما بند هم پرانيزي خو اوس ويل كيږي چې دا كار به بل وخت ته پاتې شي. سلما بند هم د هند په مالي مرسته د بشپړيدو په حال كې دى.

ويل كيږي چې هندوستان د خپل لومړي وزير د امنيت د خونديتوب موخه ګڼ شمير  كسان هم كابل ته راوستي دي. پاكستان چې د هند سرسخت مخالف دى په افغانستان كې د خپلو با نفوذه ډلو په وسيله  هغه ته د مزاحمت هڅه وكړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.