د هند لومړی وزیر : موږ له تاسو سره یو ځکه چی تاسو پرموږ باور کړی

نرندرا موديد هند لومړی وزیر نرندرا مودي نن په یوه ورځینی سفر کابل ته راغی. د حامد کرزي به نړیوال هوایی ډګر کی د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر هغه ته ښه راغلاست ووایه.  د هند لومړی وزیر له  افغان لوړ پوړو چارواکو سره کتنې درلودې.

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ د جمعې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړی وزیر نارندرا مودي له خوا په کابل کې پرانیستل شوه. د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو مشرانو د هند او افغانستان د اړیکو او هراړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

نارندرا مودي د سیمې ټول هېوادونه افغانستان ته د امنیت او سولې د راوستلو مسوول وبلل او ژمنه یې وکړه چې هند به د تل لپاره له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري ساتي.

مودي وویل، په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د هند له حضور سره سخت مخالفتونه هم شته او ډېرې هڅې شوي چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي خو هند به تل له افغانستان سره ملګری پاتې شي.

“ځیني کسان شته چې په دې هېواد کې زموږ له حضور سره مخالفت لري. هڅه کوي چې زموږ اړیکې له منځه یوسي. خو موږ به تل له تاسو سره و اوسو. د دې لپاره چې تاسو په موږ اعتماد کړی دی..”

ښاغلي مودي د افغانستان ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران ته په اشارې وویل چې د سیمې دا هېوادونه باید د افغانستان امن او سولې ته لازمې هڅې وکړي او په دغه هېواد کې سوکالي راتلل د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هڅو پرتو ممکنه نه ده

 

د مرستې ژمنه

نارندرا مودي ژمنه وکړه چې هغو پنځو سوه افغانانو ته به تحصیلي بورسونه ورکړي چې د کورنۍ غړي یې د هېواد د دفاع په لار کې وژل شوي دي او د دې تر څنګ به د روغتیا، کرنې، کانونو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې هم پانګونو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي مودي په سفر کې افغان پوځ ته د هند ام ای ۲۵ ډوله څلور پوځي هليکوپټرې هم تسلیم شوې چې د افغان ولسمشر له خوا یې تود هرکلی وشو. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی  د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د هند له ملګرتیا ستاینه وکړه.

“د هندوستان دولت یواځې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې نه کوي بلکې په عمل کې یې ثابته کړه چې د دولت شریک دی نه د هغو کړېو ملګری چې د دولت پر ضد دي. کومه برخه چې په دوامداره توګه زمونږه اړیکې پراخوي زمونږ په بشري برخه کې د هند پانګونې دي.”

ښاغلي غني وویل چې هند خپلې ټولې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او افغانان به هم تر تله د هند له ولس او حکومت سره ملګري پاتې شي. نارندرا مودي له مسکو نه کابل ته راغلی و او بیا د پاکستان لاهور ته ولاړ څو له خپل پاکستاني سیال نوازشریف سره وګوري چې په لاهور کې نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو ترې هرکلی وکړ.

 

د ملی شورا ودانې

د افغانستان د ملي شورا له پاره نوې ودانۍ چې د هند په مالي لګښت جوړه شوې پرانيستل شوه. دا په افغانستان كې د هند له مهمو پروژو څخه ده چې په بيلاعوضه مرسته يې جوړه كړې ده.

د پارلمان نوې وداني

په دې ودانې هند ۲۲۰ ميليون ډالره لګولي دي. هندوستان د افغانستان د پارلمان له پاره پنځه ودانۍ جوړې كړې چې ولسي جرګه ، مشرانو جرګه ، اداري او نورې څانګې به په كې خپلې چارې پرمخ وړي. په دې ودانۍ كې د ولسي جرګې د ۳۶۰ او مشرانو جرګو ۱۲۰ غړو له پاره ځاى په پام كې نيول شوى دى. د افغانستان د پارلمان له پاره دا ودانۍ تر راتلونكو سلو كلونو پورې په پام كې نيول شوې ده.

په پيل كې هند د دې پروژې د بشپړولو له پاره ۲۵ ميليون ډالره په پام كې نيولي و، خو وروسته دا چې په نړيوالو معيارونو برابره جوړه شي نو تراوسه پورې پرې ۲۲۰ ميليون ډالره لګول شوي دي. دا ودانې د كابل ښار په لوديځ كې په دارلامان سيمه كې په ۵۷ زره متره مربع سيمه كې جوړه شوې ده. په كابل كې د هند سفير وايي چې دا  دموكراسۍ ته د دموكراسۍ ډالى ده .

 

سلما بند

هند د پارلمان په ودانې سربيره په هرات كې د سلما بند د جوړولو چارې هم پرغاړه درلودې چې په دې وروستيو كې يې كارونه بشپړ شول.   هند دغه راز د هلمند _ نيمروز لويه لاره هم جوړه كړې ده. د سلما بند سلما بندپروژهم بشپړه شوې او د روان كال د زمري په پنځمه يې د اوبو د زيرمه كولو چارې پيل شوې. د سلما بند پروژې رغاونه ۱۹۷۶ کال کې د افغانستان لومړي ولسمشر محمد داوود د حکومت پر مهال پیل شوه.

د دغه بند د جوړولو چارې په   ۲۰۰۵ کال کې یو ځل بیا پیل شوې. د سلما بند د اوبو اصلي زېرمه چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره سور لري ۶۴۰ مکعب متره اوبه ځایوي. ویل کېږي، چې په بشپړه توګه به د دغه بند ډکېده له نهوو تر ۱۲ میاشتو پورې وخت ونیسي. د سلما بند د هند حکومت تر ټولو ستره پروژه ده، چې افغانستان کې یې پلي کوي او لګښت یې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي.

د هرات  چارواكي وايي د بند ټوله کاسه به له ډکېدو وروسته نژدې ۷۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او دغه راز به د ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم ولري. په ۱۳۹۰ كال كې د هند لومړي وزير افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ كې ملي شورا ته په وينا ويلي وو چې په راتلونكو څو كلونو كې به د افغانستان حكومت په مشوره د ۵۰۰ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې كړي.  هندي چارواكو ويلي چې په دې سره له افغانستان سره د هند د مرستو كچه دوه ميليارد ډالرو ته رسيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.