د هند په قنسلګرۍ وسله وال بريد شوى

 د هند په قنسلګرۍپه ننګرهار كې د هند په قنسلګرۍ وسله وال بريد وشو. له جلال آباد رپوټونه وايي چې لومړى د قونسلګرۍ مخې ته وې چاودنې شوې او وروسته يوه ډله وسله وال قنسلګرۍ ته ننوتي او ډزې دوام لري.

سيمه د امنيتي ځواكونو له خوا كلابنده شوې ده. تراوسه روښانه نه ده چې بريدګر څو تنه دي او په قنسلګرۍ كې يې څو تنه وژل شوي دي. د پيښې په سيمه كې د هند په قنسلګرۍ سربيره د ايران قنسلګري، سپين غر هوټل او د مهمو دولتي چارواكو كورونه هم شته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.