د هند په قنسلګرې د بريد هڅه شنډه شوه

جلال ابادد ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې هغه بریدګر د ملي امنیت له لورې نيول شوى، چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د هندوستان  په قونسلګرۍ ځانمرګی برید وکړي په ننګرهار كې محلي چارواكي وايي.

نیول شوی کس ناصر نومیږي او د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې د وسله والو طالبانو له لورې د هند پر قونسلګرۍ ځآنمرګي برید ته چمتو شوی و. دغه کس چې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیول شوی، پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی سرچينې نه دي ويلي چې له نيول شوي شخص سره نور څه شى هم نيول شوي دي او كه نه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.