کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د هوايي ډزو نږدې ۱۰۰ تنه مرتکبین نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه کسان یې د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیوو کې نیولي دي.
د رحیمي په خبره، د کرکټ په خوښیو کې د هوايي ډزو له امله، په کابل، ننګرهار او خوست ولایتونو کې لس تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت ټولو امنیه قوماندانیو ته امر کړی چې هغه کسان مشخص او ونیسي چې هوايي ډزې کوي.
د هوايي ډزو په تور کابل کې ۴۳ تنه، ننګرهار کې ۳۱ او خوست کې ۱۴ تنه د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
Leave a Reply